ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکمتيار او عمران خان د افغان سولې پروسې په اړه خبرې کړې دي

حکمتيار او عمران خان د افغان سولې پروسې په اړه خبرې کړې دي

author avatar
20 Oct 2020 - 18:40
حکمتيار او عمران خان د افغان سولې پروسې په اړه خبرې کړې دي
author avatar
20 Oct 2020 - 18:40

کابل (پژواک، ٢٩ تله ٩٩) : د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار چې په رسمي سفر پاکستان تللى، ددغه هېواد لومړي وزير عمران خان سره د سولې پروسې په اړه خبرې کړې دي.

حکمتيار پرون د يوه پلاوي په مشرۍ په رسمي درې ورځني سفر اسلام اباد ته تللى دى.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا د تلې په ٢٩مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې حکمتيار نن تر غرمې وروسته له لومړي وزير عمران خان سره وليدل.

سرچينې زياته کړې، په دې ليدنه کې عمران خان له افغانستان سره د تاريخي اړيکو او ملګرتيا يادونه وکړه او ويې ويل چې هېواد يې له افغانستان سره نږدې اړيکې غواړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې عمران د افغان سولې پروسې د ښو پايلو لپاره هيله څرګنده کړه او په ډاګه يې کړه چې هېواد يې په افغانستان او سيمه کې سولې او ثبات ته لېواله دى.

عمران خان ويلي چې افغان شخړه نظامي حل لاره نه لري او د افغانانو په مشرۍ او مالکيت يې د سولې پروسې ملاتړ څرګند کړ.

هغه زياته کړه چې په قطر کې د بين الافغاني مذاکراتو پيل د افغان شخړې هواري لپاره تاريخي چانس دى چې بايد ګټه ترې پورته شي.

د پاکستان لومړي وزير ويلي چې دوى د افغان سولې پروسه کې مثبت رول لوبولى، اسانتياوې يې رامنځته کړې او له افغان مشرانو يې وغوښتل چې يوه پراخ بنسټه سياسي هواري ته لاره برابره کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ګلبدين حکمتيار ددې ليدنې پر مهال په افغان سولې پروسه کې د پاکستان د مثبت رول ستاينه وکړه .

حکمتيار دغه راز د افغانستان په بيارغونه او اقتصادي پرمختګ د پاکستان له همکاريو مننه وکړه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.