ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نيمروز د کنګ ولسوالۍ د امنيه قوماندان په ګډون ١٢ پوليس ووژل شول

د نيمروز د کنګ ولسوالۍ د امنيه قوماندان په ګډون ١٢ پوليس ووژل شول

author avatar
20 Oct 2020 - 18:01
د نيمروز د کنګ ولسوالۍ د امنيه قوماندان په ګډون ١٢ پوليس ووژل شول
author avatar
20 Oct 2020 - 18:01

زرنج (پژواک، ٢٩ تله ٩٩) : د نيمروز ولايت په کنګ ولسوالۍ کې د دوو چاودنو له امله د ولسوالۍ د امنيه قوماندان په ګډون ١٢ پوليس وژل شوي دي.

ددغه ولايت دامنيه قوماندانۍ وياند  بهرام حقمل د تلې په ٢٩مه، پژواک اژانس ته وويل چې نن غرمه مهال په شاوخوا دوولسو بجو په کنګ ولسوالۍ کې د پوليسو پر يوه هاموې موټر چاودنه وشوه.

هغه زياته کړه، چې په دې چاودنه کې پنځه پوليس ووژل شول او دوه تنه ټپيان شوي دي.

حقمل وايي، کله چې د امنيه قوماندان په ګډون نور پوليس سيمې ته د مرستې لپاره ور روان وو، نو په لاره کې پر هغوى هم چاودنه وشوه.

د نوموړي په وينا، په دويمه چاودنه کې امنيه قوماندان له شپږو پوليسو سره وژل شوى دى.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.