کابل (پژواک، ۲۹ تله ٩٩): د ناټو سازمان او متحدينو يې اعلان کړى چې تر ٢٠٢٤ زېږديز کال پورې به د افغان ځواکونو مالي ملاتړ ته دوام ورکړي.
په بلجيم کې کې د ناټو سازمان مطبوعاتي دفتر له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پرون په پروکسل کې د افغان ملي ځواکونو د فنډ او مالي ملاتړ په اړه د سازمان او متحدينو د بورډ غونډه وشوه.
سرچينې زياته کړې، په دې ناسته کې د افغانستان د ملي امنيتي ځواکونو پر مالي ملاتړ، د ٢٠٢١ کال پر بودجې او تر ٢٠٢٤ کاله پورې د افغان ځواکونو د مالي ملاتړ پرېکړه وشوه.
د ناټو سرمنشي جنيز سټولټنبرګ دې ناستې ته ويلي: "د سازمان تازه ژمنې هغه باور قوي کوي چې افغان ملي دفاعي ځواکونه به له ٢٠٢٠ کال وروسته نور هم پياوړي کېږي، دغه مالي مرستې د افغان ځواکونو پرمختګ لپاره ډېرې اړينې دي."
د هغه په وينا، د ٢٠٢٠ کال د اکتوبر مياشتې تر پنځمې نيټې پورې د افغان ځواکونو له مالي صندوق سره د ٣،٢ ميليارده ډالرو مرسته شوې ده.
د ناټو په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه صندوق په ٢٠٠٧ زېږديز کال کې جوړ شوى او د افغان ملي دفاعي ځواکونو پر اغېزناکتوب، پياوړتيا او پرمختګ کې يې مهم رول لوبولى دى.
سرچينې زياته کړې چې د سازمان اړوند هېوادونه او نوره نړيواله ټولنه له دغه صندوق سره مالي مرستې کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن