ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دفاع وزارت: د تخار بمبار کې ماشومان نه بلکې وسله وال طالبان وژل شوي

دفاع وزارت: د تخار بمبار کې ماشومان نه بلکې وسله وال طالبان وژل شوي

author avatar
22 Oct 2020 - 17:01
دفاع وزارت: د تخار بمبار کې ماشومان نه بلکې وسله وال طالبان وژل شوي
author avatar
22 Oct 2020 - 17:01

کابل (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ٩٩) : د ملي دفاع وزارت وايي چې د تخار ولايت په هوايي بريد کې د مدرسې ماشومان نه، بلکې وسله وال طالبان وژل شوي، خو په دې اړه د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د راپورونو په هکله څېړنې کوي.

تر دې مخکې نن سهار د تخار د والي وياند جواد هجري پژواک خبري اژانس ته ويلي و چې هوايي ځواکونو د مرکز اړوند د هزاره قشلاق په قلبرس سيمه کې پر مدرسې بمبار کړى دى.

هغه زياته کړې وه چې په تېروتنې سره په دغه بمبار کې د نجونو او ماشومانو په ګډون ١٢ کسان وژل شوي او ١٤ نور ټپيان دي.

خو د ملي دفاع وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه ٢:30 د تخار ولایت د مرکز " هزار قرلق" په سیمه کې د طالبانو یوه ډله د هوايي برید موخه وګرځېدل چې په پایله کې د طالبانو د څو تنو قوماندانو په ګډون ١٢ تنه ووژل شول.

سرچينې زياته کړې، دوه شپې مخکې په بهارک ولسوالۍ کې له پولیسو سره د دغو طالبانو په جګړه کې د ملي پولیسو یوشمېر سرتېري وژل شوي وو.

په خبرپاڼه کې راغلي، د ملي دفاع وزارت، یو با صلاحیته پلاوی ټاکلی څو ملکي کسانو ته د زیان رسېدو په تړاو شوې ادعاګانې وڅېړي.

دغه راز د تخار د ولايتي روغتون آمر حفيظ الله صافي هم پژواک ته ويلي و چې له يادې پېښې څخه ١٢ جسدونه او ١٤ ټپيان روغتون ته انتقال شوي دي.

د يادونې ده چې تېره ورځ د تخار په بهارک ولسوالۍ کې د طالبانو په بريدونو کې تر ٤٠ پورې سرتېري وژل شوي وو .

بلخوا د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح په فيسبوک کې ليکلي چې د تخار په بمبار کې د ماشومانو د وژل کېدو ادعا بې بنسټه ده او هيڅ حقيقت نه لري.

هغه زياته کړې : (( په دې اړه کره ثبوتونه په لاس کې لرو، چې په ياد هوايي بريد کې وسله وال طالبان وژل شوي دي. ))

صالح ويلي، چا چې په دې اړه ناسم معلومات خپاره کړي، ورسره به قانوني چلند وشي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.