جلال اباد (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ۹۹): د ننګرهار د پوهنې رياست چارواکي وايي، د دغه ولايت ښوونځيو کې سلګونه ښوونکي او زده کوونکي په رضاکاره توګه د پوليو ناروغۍ په اړه عامه پوهاوی کوي.
مسوولينو دا څرګندونې د لړم په لومړۍ نېټه جلال اباد ښار کې د پوليو پر وړاندې د مبارزې نړيوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې وکړې.
په جلال اباد کې له پولیو ناروغۍ سره د مبارزې نړیوالې ورځې نمانځنې په پار ځینې زده کوونکي او ښوونکي هم رابلل شوي وو چې په خپلو ښوونځیو او کورونو کې د پولیو ناروغۍ د خطرونو او واکسین لپاره عامه پوهاوی وکړي.
ننګرهار کې د واکسین پروسې مشر ډاکټر جان محمد وايي چې ددې غونډې او نمانځنې له لارې غواړي چې خلکو ته عامه پوهاوی وکړي او په دغه برخه کې د شته خطرونو په اړه خلک پوه شي.
هغه زياته کړه: (( زموږ هدف دا دی چې خلکو ته پېغام ورکړو چې د پولیو واکسین په هر کمپاین کې باید کورنۍ خپل ماشومان واکسین ته راوباسي، ترڅو کور په کور ټولو ماشومانو ته واکسین ورسېږي.))
د ننګرهار د پوهنې رییس عبدالحسیب شینواری هم وايي چې په ټولو ښوونځیو کې یې ښوونکي او زده کوونکي ګومارلي دي تر څو زده کوونکو ته د واکسین په اړه عامه پوهاوی وکړي.
نوموړي دا هم وويل: (( موږ په ټولو ښوونځیو کې زده کوونکي او ښوونکي ګومارلي تر څو د واکسین په اړه خلکو ته پوهاوی ورکړي او دا چاره خپله دنده بولو.))
په دې پروګرام کې د ولسوالیو په کچه د واکسین د عامه پوهاوي ښځینه غړو هم برخه لرله، ویل یې چې په کورونو او کلیو کې به کلیوالو ته د پولیو واکسینو په اړه پوهاوی ورکړي.
فرخنده نوري د بهسودو ولسوالۍ لپاره د واکسین د عامه پوهاوي غړې ده او وايي، په دې خاطر دغه چاره ترسره کوي چې راتلونکي نسلونه روغ وي او ټولنه د معلوليت له کړاوه وژغورل شي.
د پولیو پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ هر کال د اکتوبر په ۲۴ نېټه نمانځل کېږي تر څو د پولیو د خطرونو او ماشومانو د ژوند بچ کېدو پر مسلو خبرې وشي او د حل لارې یې ولټول شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن