کابل (پژواک، ۱ لړم ۹۹): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ۱۱۶ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۴۰۶۲۶ ته ورسېد.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د لړم په لومړۍ نېټه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ۴۴۰ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ۱۱۶ يې مثبتې دي.
سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۴۰۶۲۶ ته لوړ شو.
د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ۱۲-۱۲ پېښې په کابل او کندوز ، ۴۱ پېښې په هرات، ۳ پېښې په کندهار، ۱۱ پېښې په بلخ، دوه – دوه پېښې په ننګرهار، لغمان، کونړ، پنجشیر، ۱۵ پېښې په بغلان او یوه – یوه پيښه په هلمند او زابل ولایتونو کې ثبت شوې دي.
خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ۷ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروس څخه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ۳۳۸۳۱ ته ورسېد.
د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ۴ کسان مړه شوي چې له دغې ناروغۍ څخه د ټولو مړو شويو کسانو شمېر ۱۵۰۵ ته ورسېد.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د عامې روغتيا وزارت چارواکو ويلي و چې په هېواد کې د کرونا مثبتې پېښې د کمېدو خواته روانې دي.
هغه وويل چې که په هېواد کې د کرونا دويم موج رامنځته شي، نو پر وړاندې يې د مبارزې لپاره دوى پوره چمتوالى لري.
د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتنه کړې چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د دغه وزارت لارښوونې جدي عملي کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن