جلال اباد (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ۹۹): د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، پوليسو جلال اباد ښار کې د وسله والو انسان تښتونکو يوه څلور کسيزه ډله نيولې چې د يو سوداګر د تښتونې پلان يې درلود.
دوی وايي، نيول شويو کسانو تر دې وړاندې هم د ننګرهار مختلفو سيمو کې يو شمېر کسان لوټلي او د پيسو په خاطر يې تښتولي وو.
د ننګرهار امنيه قوماندان پاسوال غلام سنايي ستانکزي د لړم په لومړۍ نېټه پژواک اژانس ته وويل، نيول شويو کسانو کې د سيد قيوم پاچا په مشرۍ عزت الله او اکرام الله د بټي کوټ او ګل محمد د سره رود ولسوالۍ اوسېدونکي دي، چې په جلال اباد ښار او د تورخم لويې لارې په اوږدو کې به يې سوداګر او صرافان تښتول.
هغه زياته کړه، يادو اختطاف کوونکو د هغو کسانو له کورنيو پيسې غوښتې چې دوی به تښتولي وو او له ځان سره به يې ساتل.
نوموړی زیاتوي، يادو کسانو څه موده وړاندې د يو سوداګر وراره هم تښتولی و او اوس یې په داسې حال کې نيولي چې د يو بل سوداګر د تښتولو پلان يې درلود.
امنيه قوماندان وايي نيول شوي انسان تښتوونکي تر څېړنو لاندې دي او که څوک پرې ادعا لري، کولی شي چې امنې قوماندانۍ ته مراجعه وکړي او خپله قضيه ثبت کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن