ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ارګ: د المصري وژل کېدل ثابتوي چې طالبان لا هم له القاعده سره اړیکې لري

ارګ: د المصري وژل کېدل ثابتوي چې طالبان لا هم له القاعده سره اړیکې لري

author avatar
25 Oct 2020 - 16:19
ارګ: د المصري وژل کېدل ثابتوي چې طالبان لا هم له القاعده سره اړیکې لري
author avatar
25 Oct 2020 - 16:19

کابل (پژواک، ۴ لړم ۹۹): ولسمشر غني وايي، د افغان ځواکونو له خوا ابو محسن المصري وژل کېدو ثابته کړه چې د «ترهګرۍ ګواښ او له ترهګريزو شبکو» سره د طالبانو اړیکې پر خپل ځای دي.

د ارګ په اعلاميه کې راغلي چې افغان ځواکونو د غزني په ولايت کې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې د هند نیمې وچې لپاره د القاعده شبکې مسوول ابو محسن المصري وژلی دی.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست تېره ورځ ويلي وو چې ځانګړو ځواکونو د يو لړ عملياتو پر مهال د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د هند نیمه لویې وچې لپاره د القاعدې دویم سړی وژلی دی.

سرچينه زياتوي، ولسمشر محمد اشرف غني افغان ځواکونو ته د دې لویې لاسته راوړنې د مبارکۍ پر مهال وویل: «زموږ د اتلانو له لوري د القاعده تروریستي شبکې د دغه مهم غړي وژل کېدو دا ثابته کړه چې د تروریزم تهدید او له تروریستي شبکو سره د طالبانو اړیکې لا هم پر خپل ځای دي.»

ولسمشر وايي، طالبان باید عملاً د افغانستان خلکو، دولت او نړیوالو ته دا ثابته کړي چې د القاعدې په ګډون له ټولو وسله والو شبکو او ګروپونو سره اړیکې پرې کوي، له جګړو او تاوتریخوالي لاس اخلي او د دایمي اوربند په منلو سره په هېواد کې د تلپاتې او باعزته سولې د تامین زمینه برابروي.

هغه ګواښ کړی چې حکومت به هېچا دا اجازه به ورنه کړي چې افغانستان یو وار بیا د بهرنيو جنګیاليو پر پټنځای بدل کړي او د تروریزم د له منځه وړو په موخه له نړیوالو متحدینو سره ګډ ماموریت به یې د دغه ګواښ تر پای ته رسېدو پورې دوام ولري.

له دې مخکې د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي ویلي چې په غزني کې د القاعدې د مهم غړي په وژلو سره ثابتیږي چې القاعده او طالبان اوس هم نږدې اړیکې لري.

هغه په خپل ټویټر کې لیکلي چې دوی اوس هم په ګډه د افغانانو او افغان حکومت پر ضد ګډ ترهګریز فعالیتونه کوي او د اړیکو نه لرلو په تړاو طالبان درواغ وایي.

دغه راز، د مشرانو جرګې ځيني غړي هم وايي چې په افغانستان کې د المصري وژل کېدو ثابته کړه چې لا هم طالبان له بهرنيو ترهګريزو ډلو سره اړېکې لري، نړيواله ټولنه په ځانګړي ډول امريکا بايد پر طالبانو فشار راوړي څو د دوحې له هوکړې سره سم، له يادو ډلو سره خپلې اړېکې پرې کړي.

هغوی زياتوي، له بهرنيو ترهګريز ډلو سره د طالبانو اړېکې ډېرې خطرناکې دي او له حد څخه ډېر بايد پر طالبانو باور ونه کړی شي.

خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، له دې مخکې هم په غزني ولایت کې د القاعدې یو شمیر مهم غړي وژل شوي او نیول شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.