ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ښرنې ښار سلګونو خلکو لاریون وکړ

د ښرنې ښار سلګونو خلکو لاریون وکړ

author avatar
25 Oct 2020 - 17:10
د ښرنې ښار سلګونو خلکو لاریون وکړ
author avatar
25 Oct 2020 - 17:10

(پژواک، ٤ لړم ٩٩): د پکتيکا د ښرنې ښار سلګونو اوسېدونکو د څلورو ماشومانو د وژل کېدو په غبرګون کې لاريون وکړ او ويې ويل چې د دې پېښې عاملين بايد د خپلو اعمالو پر سزا ورسول شي.

د پکتيکا د مرکز ښرنې ښار اړوند د کوټوالو په سيمه کې نن سهار د يوه کور مخې ته د ماين چاودنه وشوه چې څلور ماشومان په کې ووژل شول.

د دې پېښې په غبرګون د ښرنې ښار سلګونو اوسېونکو پر لاريون لاس پورې کړ.

لاريون کوونکو چې جسدونه يې هم له ځانه سره انتقالول وويل چې د پېښې عاملين بايد هر څه ژر پيدا او د خپلو اعمالو په سزا ورسول شي.

د وژل شوو ماشومانو پلار سليمان شاه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ماشومانو يې د کور مخې ته لوبې کولې چې چاودنه پرې شوې او وژل شوي دي.

هغه زياته کړه: ((په وژل شوو کې درې مې زامن دي او يوه مې لور ده.))

نوموړي چې په چغو چغو ژړل وويل چې تر اوسه يې نه خپله او نه يې هم د کورنۍ کوم غړي دولتي دنده ترسره کړې خو بيا هم وژل کېږي.

همدارنګه بل لاريون کوونکي او د مرکز ښرنې د ځوانانو شورا مشر حاجي نياز ويل چې دغه ډول کړنې ظالمانه او وحشيانه دي.

ده و ويل: ((دغه ډول بريدونه چې هرڅوک کوي وحشيانه عمل دى، ترڅو چې د پېښې عاملين نه وي پيدا شوي موږ ارامه نه کېنو.))

يو شمېر نورو لاريون کوونکو هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې د پېښې عاملين بايد هرڅه ژر پيدا او د قانون منګلو ته وسپارل شي.

په دې اړه د پکتيکا والي مجيب الرحمن څمکني وويل، دغه ماين چې د هر چا له لوري اېښودل شوي وي غېر انساني او د جګړې د اصولو خلاف عمل دى.

ده وويل چې د پېښې په اړه به جدي پلټنه کوي او عاملين به يې د قانون منګلو ته سپاري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.