ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل ښار کې چاودنې دوه کسان ټپيان کړل

په کابل ښار کې چاودنې دوه کسان ټپيان کړل

author avatar
26 Oct 2020 - 20:44
په کابل ښار کې چاودنې دوه کسان ټپيان کړل
author avatar
26 Oct 2020 - 20:44

کابل (پژواک، ٥ لړم ٩٩) : د کابل ښار د شپږمې حوزې په مربوطاتو کې د چاودنې له امله دوه کسان ټپيان شوي دي.

د کابل د پوليسو وياند فردوس فرامرز د لړم په ٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د چسپکي ماين دا چاودنه نن تر ماښام وروسته په شاوخوا شپږ نيمو بجو شوې ده.

هغه زياته کړه، چې چاودنه د شپږمې حوزې اړونده د ميرويس ميدان ترڅنګ د ګولاي دواخانه په ساحه کې پر يوه رېنجر شوې ده.

نوموړي په دې اړه نور جزييات ورنه کړل، خو يوې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې چاودنه د کورنيو چارو وزارت پر رېنجر موټر شوې چې له امله يې دوه تنه ټپيان شوي دي.

د يادونې ده چې نن سهار د کابل ١٣ مه حوزه کې هم د چاودنې له امله درې تنه ټپيان شوي وو.

ددې چاودنو مسووليت چا نه دى اخيستى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.