ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست بريد د پنځو سرتېرو او لسو بريدګرو په وژل کېدو پاى ته ورسېد

د خوست بريد د پنځو سرتېرو او لسو بريدګرو په وژل کېدو پاى ته ورسېد

author avatar
27 Oct 2020 - 16:58
د خوست بريد د پنځو سرتېرو او لسو بريدګرو په وژل کېدو پاى ته ورسېد
author avatar
27 Oct 2020 - 16:58

تعقيبي_خوست ښار (پژواک، ٦ لړم ٩٩): په خوست ښار کې د پوليسو پر ځانګړي مرکز بريد تر نهو ساعتونو وروسته د پنځو سرتېرو او لسو بريدګرو په وژل کېدو او ٢٥ سرتېرو په ټپي کېدو سره پاى ته ورسېد.

خوست کې يوې امنيتي سرچينې د لړم په شپږمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا پنځه بجې په خوست ښار کې د پوليسو پر ځانګړي مرکز د موټربم بريد وشو او وروسته جګړه پيل شوه.

په دې اړه د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال غلام داوود تره خېل د پېښې په ځای کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې لسو وسله والو په خوست ښار کې د پوليسو پر ځانګړې قطعې لومړى د موټر بم بريد او بيا وروسته يې جګړه پيل کړه.

هغه وايي چې درې وسله وال د موټربم بريد پرمهال له منځه ولاړل او اووه نور يې له افغان ځواکونو سره تر نهه ساعته جګړې وروسته و وژل شول.

ده وويل چې په دغه بريد کې د لسو وسله والو ترڅنګ پنځه سرتېري وژل شوي او ٢٥ نور ټپيان شوي دي.

قوماندان زياته کړه چې په دغه بريد کې نهه ملکي وګړي هم ټپيان شوي دي.

دغه راز د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين هم دغه پېښه تاييدوي او وايي چې په دې پېښه کې دوه کسان وژل شوي او ٢٥ نور ټپيان دي.

همدارنګه د خوست د عامې روغتيا رييس ډاکټر حبيب شاه انصاري پژواک ته وويل چې له يادې پېښې درې مړي او ٣٣ ټپيان روغتون ته ور وړل شوي دي.

ده وويل چې په ټپيانو کې څلور ماشومان هم شته دي.

د دغه بريد مسووليت تر اوسه کومې وسله والې ډلې نه دى منلى.

خو د خوست امنيه قوماندان وايي چې دغه بريد د حقاني شبکې له لوري ترسره شوى دى.

د يادنې ده چې په دې وروستيو کې يو ځل د هېواد په بېلابېلو سيمو کې جګړو زور اخيستى چې له امله يې هره ورځ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.