ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د چت لوېدو له امله څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ننګرهار کې د چت لوېدو له امله څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
27 Oct 2020 - 11:34
ننګرهار کې د چت لوېدو له امله څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
27 Oct 2020 - 11:34

جلال اباد (پژواک، ۶ لړم ۹۹): د ننګرهار چارواکي وايي چې د دغه ولايت په کوټ ولسوالۍ کې د خونې چت لوېدو پېښه کې څلورو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د لړم په ۶مه پژواک اژانس ته وويل چې د دغه ولایت د کوټ ولسوالۍ تریلي سیمه کې تېر ماښام د یاسین جان په نوم د یو تن د کوټې چت لوېدلى دی.

هغه زياته کړه، په دغه پېښه کې د هغه يو اووه کلن زوی مړ شوی او درې نور زامن یې چې عمرونه یې له دوو څخه تر پنځو کلونو پورې دي، سخت ټپیان شوي چې حوزوي روغتون ته د درملنې په موخه لېږدول شوي دي.

دی وايي، د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتوالي ادارې ته لارښوونه شوې چې د قربانیانو له کورنیو سره بېړنۍ مرستې وکړي.

دی وايي چې د خونې چت د ډېر زوړوالي له امله لوېدلى دی.

تر دې پېښې څو ورځې وړاندې هم د ننګرهار پچيراګام ولسوالۍ کې د يوې خونې د چت لوېدو له امله د يوې کورنۍ اووه غړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.