ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په فاریاب کې ۲۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په فاریاب کې ۲۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
27 Oct 2020 - 18:06
په فاریاب کې ۲۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
27 Oct 2020 - 18:06

ميمنه (پژواک، ٦ لړم ٩٩): امنیتي سرچینې د فاریاب په درېیو ولسوالیو کې د طالبانو د بریدونو د مخنیوي خبر ورکوي وایي چې په دغه ولایت کې په دوو بېلابېلو پېښو کې د ملکي وکړو په ګډون ۱۳ کسان وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.

د فاریاب د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عبدالکریم یورش پژواک خبري اژانس ته وویل چې وسله والو طالبانو تېره شپه پر امنیتي پوستو او د قیصار، کرزیوان او دولت اباد ولسوالیو پر مرکزونو بریدونه کړي چې د امنیتي ځواکونو له غبرګون سره مخ شوي او طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو له امله په شا تمبول شوي دي.

یورش زیاته کړه چې پر ګرزیوان ولسوالۍ د تېرې شپې په جګړه کې د د غې ولسوالۍ لپاره د طالبانو امنیه قوماندان مولوي متین مشهور په غضنفر او د هغه مرستیال قاري حزب الله وژل شوي او پنځه نور ساتونکي یې سخت ټپیان شوي او د حکومت یو امنیتي سرتېری برسېرن ټپي شوی دی.

نوموړي زیاته کړه چې په دولت اباد ولسوالۍ کې درې وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي او دغه راز په قیصار ولسوالۍ کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د پولیسو مطبوعاتي مسوول وویل چې په قیصار ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوه ډله هوایي بریدونه شوي چې د وراوښتې مرګ ژوبلې په اړه به وروسته معلومات خپاره شي.

خو د ولایتي شورا غړي محمد نادر سعیدي چې د قیصار اوسېدونکی دی وویل چې په کوهي او ارضلیک کلیو کې د سړک غاړې د ماین په دوو چاودنو کې درې ملکي وګړي وژل شوي دي.

سعیدي وویل، د ارضلیک کلي په چاودنه کې تېر ماښام دوه کسان چې په موټر کې او پر موټر سایکل سپاره وو، ووژل شول او د نن سهار په دویمه چاودنه کې د یوه ۱۸ کلن ځوان موټر چې کېلې یې پلورلې؛ پر ماین برابر شو او هغه په کې ووژل شو.

په همدې حال کې یوه امنیتي مسوول وویل چې پرون مازیګر د شرین تګاب ولسوالۍ په مرکز کې د طالبانو په ډزو کې یو ۱۵ کلن ځوان هم وژل شوی دی.

طالبانو د پژواک د خبریال اړیکو ته ځواب ورنه کړ.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.