ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت: د سولې پروسه کې خوشې شوى طالب قوماندان ووژل شو

حکومت: د سولې پروسه کې خوشې شوى طالب قوماندان ووژل شو

author avatar
28 Oct 2020 - 10:46
حکومت: د سولې پروسه کې خوشې شوى طالب قوماندان ووژل شو
author avatar
28 Oct 2020 - 10:46

کلات (پژواک، ٧ لړم ٩٩) : د زابل ولايت امنيه قوماندان وايي چې د سولې پروسې له مخې تازه خوشې شوى طالب قوماندان له پنځو ملګرو سره وژل شوى دى.

د زابل ولايت امنیه قوماندان حکمت الله کوچي د لړم په ٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې طالب قوماندان احمدشاه څه موده وړاندې د سولې پروسې له مخې، د پنځه زره طالب بندیانو په ډله کې خوشې شوی و.

هغه زياته کړه، چې نوموړى له خوشې کېدو وروسته بېرته د جګړې ډګر ته ستون شوى او تېره ورځ يې ددغه ولايت د شهرصفا ولسوالۍ او مرکز کلات تر منځ "سیخاک" سیمه کې له خپلو ملګرو سره پر امنيتي پوستو بريدونه کړي وو.

کوچى وايي چى نوموړى د نښتې پر مهال له خپلو پنځو نورو ملګرو سره وژل شوى دى.

وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، چې په قطر کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د تړون له مخې، د افغانستان حکومت تر پنځو زرو زيات د طالبانو بنديان خوشې کړي، دغه راز طالبانو هم د حکومت زر تنه بنديان خوشې کړي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.