ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خلاصون لار شورا: پاکستان موږ ته سوله نه کوي، افغانان باید پخپله دا کار وکړي

د خلاصون لار شورا: پاکستان موږ ته سوله نه کوي، افغانان باید پخپله دا کار وکړي

author avatar
29 Oct 2020 - 20:46
د خلاصون لار شورا: پاکستان موږ ته سوله نه کوي، افغانان باید پخپله دا کار وکړي
author avatar
29 Oct 2020 - 20:46

 ګردېز (پژواک، ۸ لړم ۹۹): د سوېل ختېځ زون په مرکز ګردېز کې د خلاصون لار شورا لخوا په يوه لويه ولسي غونډه کې د دې شورا مسولينو او خلکو د وسله والو طالبانو پر مشرتابه غږ وکړ چې د ملت غوښتنې او حساس حالت ته په کتو دې اوربند وکړي.

دوی ټينګار وکړ چې ياده ډله بايد خپلې موخې له سياسي لارې تعقيب او نور له جګړې لاس پر سر شي.

د پکتيا قومي مشر اتفاق احمد نېک وويل چې د سولې په پروسه کې بايد د بهرنيانو د مغرضانه لاسوهنو مخنيوی وشي او افغانان دې په خپل منځ کې د سولې او ثبات لپاره زيات انعطاف وکړي.

هغه زیاته کړه، نور د افغانانو د تېر اېستلو کوشـش مه کوئ؛ نور په دې خبرو ټول افغانانو پوه شوي دي. د اوږدو خبرو او ډېرو مصروفونو زغم څوک نه لري.

يو بل مخور ملک ظفر وویل چې طالبان دې سولې ته خپله ژمنتيا ثابته او په بېلابېلو پلمو دې د سولې خبرو له ځنډولو ډډه وکړي. نوموړي د پردې تر شا پر خبرو هم اندېښنه وښوده او ويې ويل:((په دوحه کې غونډه ناسته ده، يو څو خپل او فرمايشي خلک خبرې کوي، خو ملت له دې ندی خبر چې د خبرو اجنډا څه ده او څه کيږي؟))

مدني فعال عبدالحق وايي چې اوربند د سولې د خبرو اساس او د خلکو جدي غوښتنه ده او وسله وال طالبان دې د خلکو غوښتنو ته په درناوي نور جګړه نه کوي.
نوموړي زياته کړه:((له طالبانو دا غواړو چې ژر تر ژره دې اوربند وکړي، اوربند ته جدي اړتيا ده، ټول افغانان سخت په ځور کي دي، سخت په اندېښنه کې دي. هره ورځ وژل کيږو، هره ورځ زخميان کيږو. د دې جنګ عمومي ضرر ملت ته رسيږي؛ د ملت حقوق تر پښو لاندې شوي دي.))

د خلاصون لار شورا مشر سيداکبر اغا وويل چې روانه جګړه د پرديو استخباراتي جګړه ده، چې ټول زيان يې افغانانو ته اوړي او په کار ده چې هر څه ژر يې د اوږدېدو مخنيوی وشي.

د هغه په وینا، پاکستان او نور هېوادونه د افغانانو تر منځ سوله نه کوي، بلکې افغانان بايد په خپله د خلکو د سخت حالت په نظر کې نيولو سره موافقې ته ورسيږي.

نوموړي وويل:((که ځان ته کامل مسلمان وايې نو د خدای او د هغه د رسول اطاعت وکړه، هغه درته وايي چې سوله وکړه، سمه لاره واخله او د آخرت لپاره توښه برابره کړه، نو دا کارونه وکړه؛ ځکه دا ملت مخکې هم د پرديو لخوا به بېلابېلو نومونو تباه شوی، نور بايد دا جنګ ختم شي.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.