ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زلمي خلیلزاد په قطر کې له ملابرادر سره د سولې په اړه خبرې وکړې

زلمي خلیلزاد په قطر کې له ملابرادر سره د سولې په اړه خبرې وکړې

author avatar
29 Oct 2020 - 10:42
زلمي خلیلزاد په قطر کې له ملابرادر سره د سولې په اړه خبرې وکړې
author avatar
29 Oct 2020 - 10:42

کابل (پژواک، ٨ لړم ٩٩): د طالبانو، زلمي خليلزاد او په افغانستان د ناټو ځواکونو د عمومي قوماندان ترمنځ د زندانيانو د خلاصون او د تورو لستونو پر ختمولو خبرې اترې وشوې.

دغه څرګندونې د وسله والو طالبانو د سياسي دفتر وياند ډاکټر محمد نعيم په خپله ټوېټر پاڼه کې کړي دي.

هغه وايي چې تېره ورځ د طالبانو د سياسي دفتر رييس ملا برادر اخند او ورسره پلاوي او د امريکا د ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خليلزاد او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال سکاټ ميلر او ور سره پلاوي ترمنځ ناسته شوې ده.

دى وايي چې په دې ناسته کې د طالبانو او د امريکا متحده ايالاتو تر منځ د شوې توافقنامې پر اهميت او د هغې د ټولو مادو په ښه او پوره تطبيق بحث وشو.

دى زياتوي: ((په دې ناسته کې د اسلامي امارت د پاتې بنديانو خلاصون، د تورو ليستونو ختمول او... همدارنګه د عملیاتو د زياتوالي په عواملو او اسبابو خبرې وشوې. لکه د شهيدانو جسدونو ته سپکاوی، په را خلاص شويو بنديانو چاپې او د هغوی شهيدانول.))

هغه وايي چې په دې ناسته کې په زندانونو کې له بنديانو سره غیر انسانی چلند کول، بمبارۍ او تهاجمي بريدونه په ټوله کې له توافقنامې څخه تخطيانې او سرغړونې هغه عوامل وګڼل شول چې حالات سم لوري ته نه بيايي.

د يادونې وړ ده چې له تېرو شاوخوا ٤٠ ورځو راهيسې د قطر هېواد په دوحې ښار کې د حکومت او د طالبانو د استازو ترمنځ د سولې اړوند خبرې اترې پيل شوي خو تر اوسه يې د سولې خبرو پر طرزالعمل هم توافق نه دى کړى.

د يادو خبرو له پيل وروسته په افغانستان کې جګړو هم زور اخيستى دى چې هره ورځ يې له امله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.