ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سمنګان د والي ویاند په ترافیکي پېښه کې مړ شوی

د سمنګان د والي ویاند په ترافیکي پېښه کې مړ شوی

author avatar
30 Oct 2020 - 09:48
د سمنګان د والي ویاند په ترافیکي پېښه کې مړ شوی
author avatar
30 Oct 2020 - 09:48

ایبک (پژواک، ۹ لړم ۹۹): د سمنګان پولیس وايي چې د دغه ولایت د والي ویاند په یوه ترافیکي پېښه کې مړ شوی او یو بل کس ټپي دی.

د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول څارمن منیر رحیمي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د ولایت مقام ویاند محمد صدیق عزیزي د سمنګان مستوفیت ادارې له یوه کارکوونکي محمد نصیر سره تېره شپه یوولس بجې د واده له مراسمو د کور پر لور روان وو او موټر یې د ایبک ښار بندر سیمه کې د کابل- مزار پر لویه لار له یوه بار وړونکي موټر سره ټکر وکړ.

د نوموړي په خبره چې د دې پېښې په پایله کې عزیزي مړ شوی او د مستوفیت کارکوونکی ټپي دی.

سرچینې د دې پېښې لامل د چلوونکو په احتیاطي یاده کړه.

د یادونې ده، عزیزي د سمنګان ولایت د ژورنالېستانو له ډلې و چې په اتیایمه لسیزه کې د سمنګان ملي راډیو ټلوېزیون کې دنده ترسره کوله او نویمه لسیزه کې د ولایت مقام د ویاند په توګه وټاکل شو او تر اوسه پر همدې دندې پاتې و.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.