ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ ته بېځایه شوې کورنۍ بېرته خپلو سیمو ته د تلو لپاره سولې ته په تمه دي

بلخ ته بېځایه شوې کورنۍ بېرته خپلو سیمو ته د تلو لپاره سولې ته په تمه دي

author avatar
31 Oct 2020 - 09:25
بلخ ته بېځایه شوې کورنۍ بېرته خپلو سیمو ته د تلو لپاره سولې ته په تمه دي
author avatar
31 Oct 2020 - 09:25

مزارشريف (پژواک، ۱۰ لړم ۹۹): بلخ ولايت ته يو شمېر بېځايه شوې کورنۍ سولې ته سترګې په لار دي، څو بېرته خپلو سیمو ته ستنې شي او هلته د کرنې له لارې خپلې د ژوند اړتیاوې پوره کړي.

په افغانستان کې روانو خونړيو جګړو زياتې کورنۍ دې ته اړې کړې چې خپلې سيمې، کورونه او جايدادونه پرېږدي او نورو سيمو ته کډه شي.

ډېری دغه بېځايه شوې کورنۍ د اقتصادي ستونزو له امله په ويجاړو کرايي کورونو او يا هم تر شنه اسمان لاندې خېمو کې ژوند کوي.

سيد غيب الله د همداسې يوې کورنۍ غړی دی چې نږدې يو کال وړاندې يې د جګړې له امله د فارياب په شيرين تګاب ولسوالۍ کې خپل کور او جايداد پرېيښي او اوس د بلخ ولايت په مرکز مزارشریف ښار کې د کډوالۍ ژوند کوي.

نوموړي له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل چې په خپله سيمه کې يې خوشاله او له اقتصادي اړخه متوسط ژوند درلود؛ خو بدمرغې جګړې يې د ژوند لوری بدل کړ.

نوموړي وويل:”زموږ ولسوالۍ له دوه سوه زره څخه زيات نفوس لري، څو کلونه کېږي چې هلته جنګونه روان وو؛ خو تېر کال خبر دې ته را ورسېده چې ټول کلي طالبانو لاندې کړل او هره ورځ به جنګ وو؛ نو موږ هم غوره وګڼله چې ترې راووځو.”

هغه زياته کړه چې شېرين تګاب ولسوالۍ۱۳۴ کلي لري چې دمګړۍ مکمل د طالبانو لاس کې دي او د دولت حاکميت يواځې د ولسوالۍ تر ودانۍ محدود دی.

سيد غيب الله په خپلو خبرو کې همدا راز وويل چې يواځې خپل ځان او د کورنۍ نور غړي يې د جنګ له منځه را و ايستل او نور هر څه ترې پاتې شول.

نوموړی وايي: ” موږ يواځې همدومره وخت درلود چې خپل ځان راوباسو، د کور توکي، د ځمکو او باغونو حاصلات او جايداد هر څه رانه پاتې شول، يو کال کېږي چې ترې خبر نه يو چې هلته به څه روان وي او ايا زموږ جايداد او توکي به سالم وي که نه.”

د هغه په وينا، هره ورځ به د طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ جګړه روانه وه چې له دواړو لورو څخه توغول شوې ړندې مرمۍ به د عامو خلکو پر کورونو لګېدې.

د جګړې له امله دغه بېځايه شوی کس وايي چې د دوی له سيمې شاوخوا ۱۸۵ کورنۍ مزارشريف ته راکډه شوې چې اوس د ښار سوېل ختيځ لور ته په يوه زاړه کمپ کې ژوند کوي.

د غيب الله په خبره، دی خپله په يوه زاړه کرايي کور کې شپې او ورځې تېروي چې د ورځ مزدورۍ له لارې د خپلې کورنۍ اقتصادي اړتياوې تر يوه حده پوره کولای شي.

هغه وويل، له حکومته هم د مرستې ډېره تمه نه شي کولی؛ ځکه په وينا يې چې دولت له ټولو مهاجرو او بېځايه شوو سره د مرستې کولو توانايي نه لري.

ده زياته کړه: ” که چېرې په هېواد کې جګړې نه واى او په سوله مو ژوند کولى، نو دومره به نه کړېدلو، له موږ څخه خپل کور، ځمکې حاصلات باغونه او هر څه پاتې دي.”

۴۰ کلن سيد غيب الله اوس د حکومت او طالبانو ترمنځ روانو مذاکراتو ته په تمه دی.

نوموړى وايي، هيله لري څو ژر تر ژره د سولې پيل شوې خبرې یوه مثبته پايله ولري، څو دوی وکولای شي بېرته خپلو سيمو ته ستانه شي.

غيب الله وويل:” امنيتي عسکر او طالبان دواړه د دې وطن خلک دي، اوس چې يې خبرې پيل کړې؛ نو موږ افغانان خواست ترې کوو چې ژر دې د جنګ پر پای ته رسېدو توافق وکړي.”

دغه بېځايه شوی کس وايي چې که نن جګړه پای ته ورسېږي، نو په سبا به يې دی له خپلې کورنۍ سره بېرته خپلې پلرنۍ مېنې ته کډه شي.

دا يواځې غيب الله نه دى چې د جګړو له امله خپل کور کولى يې پرېیښى دى او بل ولايت کې د کډوالۍ ژوند کوي، د ده ترڅنګ سلګونه نورې کورنۍ هم په بلخ ولايت کې د کډوالۍ ژوند تېروي.

۶۵ کلن محمد عيسی بيا د بلخ د زارع ولسوالۍ اوسېدونکی دی چې ۶ مياشتې وړاندې يې د جګړو له امله خپله سيمه پرېیښې او اوس د بلخ په دهدادي ولسوالۍ کې اوسېږي.

نوموړي پژواک ته وويل چې يو څه موده يې د حکومت پلوه وسله والو او طالبانو ترمنځ په جګړو کې ژوند کول تحمل کړل؛ خو اخر پرې سخته شوه او راکډه شول.

د هغه په وينا، اوس له خپلو يو شمېر نورو کليوالو سره د دهدادي ولسوالۍ په يوه دښته کې په خېمو کې ژوند کوي.

هغه زياته کړه چې په زارع ولسوالۍ کې يې ښه ژوند او ځمکې درلودې، خو اوس خبرېږي چې د دوی له راتګ وروسته يې ځيني ځمکې د زورواکو له خوا غصب شوې هم دي.

نوموړی وايي:” څو چې جنګ ختم نه شي او سوله رانه شي؛ نو هيله نه لرم چې خپل کلي ته به بېرته ستون شم، په اوسنيو شرايطو کې هلته ژوند ناممکن دی، هو که سوله وشوه نو بيا مو د بېرته تګ امکان ډېر دی.”

دى ډېر باوري نه دی چې د حکومت او طالبانو ترمنځ روانې خبرې دې وکړای شي چې ژر نتيجه ورکړي؛ خو هيله يې دا ده چې بالاخره د جګړې پای ته رسېدو ته دې يوه حل لاره ولټول شي.

منيژه د جوزجان ولايت اوسېدونکې ده چې اوس په مزارښار کې ژوند کوي، هغې هم د جګړو له امله خپله سيمه پرېښي او له خپلې کورنۍ سره اوس په مزارشريف کې اوسېږي.

خو منيژه بيا تر ډېره د بېځايه  شوو کورنيو د ستونزو د حل برخه کې فعاليت کوي.

دې پژواک ته وويل چې د نورو ستونزو تر څنګ له بېځايه شوو کسانو سره په ولايتونو کې له تبعيض څخه ډک چلند هم خواشينوونکی دی.

نوموړې وويل: ” ستونزه يواځې دا نه ده چې بېځايه شوي کسان د خوراک او پوښاک له کمښت سره مخ دی، بلکې بل مشکل دا دی چې دې خلکو سره د چارواکو لخوا هغسې چلند نه کېږي، څرنګه چې د دې ځای له ځايي اوسېدونکو سره کېږي.”

هغه وايي چې ډېرې بېځايه شوې کورنۍ تعليم او روغتيايي خدماتو ته لاسرسی نه لري چې په خبره يې سيمه ييز چارواکي يې هم په کيسه کې نه دي.

نوموړې وايي که روانه جګړه مهار نه شي؛ نو د بېځايه شويو کورنيو وضعيت ته په کتو کې به ناورينونه رامنځته شي.

په ورته مهال يو شمېر هغه بنسټونه چې د سولې په روانو مذاکراتو کې د جګړې د زيانمن شوو کورنيو د غوښتنو شاملېدو لپاره کار کوي وايي چې د جنګ لوري بايد نور وخت ضايع نه کړي.

د افغانستان د ډیموکراسۍ او بشري حقونو موسسې استازې زهرا حسيني وايي چې د مذاکراتو په بهير کې بايد د بېځايه شوو کورنيو نظريات او غوښتنې شاملې شي.

هغې پژواک ته وويل، تلپاتې سوله هغه مهال راتلی شي چې د ټولو اړخونو نظرياتو او خبرو ته پکې درناوی وشي.

مېرمن حسيني وويل: ” موږ له ډېرو بېځايه شوو کورنيو سره په تماس کې يو، هغوی ټولې دا يوه غوښتنه لري چې جنګ بايد نور پای ته ورسېږي، بله تقاضا يې دا ده چې د مذاکراتو په جريان کې دې د دوی نظريات هم واورېدل شي.”

نوموړې زياتوي چې د جګړو له امله د داخلي بېځايه شوو کورنيو شمېر ورځ تر بلې زياتېږي چې دا خپله يو لويه ستونزه ده.

هغه هم غوښتنه لري چې د سولې پيل شوي مذاکراتو ته دې سرعت ورکړل شي او ښکېل لوري دې وخت وژنه نه کوي.

بلخ کې د کډوالو چارو رياست مسوولين وايي چې دمګړۍ يواځې په بلخ ولايت کې شاوخوا ۲۲زره بېځايه شوې کورنۍ مېشتې دي چې غوڅ اکثريت يې له ګاونډيو ولايتونو د جګړو او نا امنيو له امله بېځايه شوې دي.

د کډوالو چارو رياست مسوولين اعتراف کوي چې دوی له ټولو اړمنو کورنيو سره د مرستې کولو توانايي نه لري او يواځې له هغو کورنيو سره مرسته کوي چې په اضطراري حالت کې وي.

پژواک د ډنمارک او د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (UNDP) په  مالي مرسته دا پور برابر کړی دی.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.