ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دفاع وزارت: هلمند کې د طالبانو د نظامي کمېسيون مرستيال وژل شوى

دفاع وزارت: هلمند کې د طالبانو د نظامي کمېسيون مرستيال وژل شوى

author avatar
31 Oct 2020 - 10:47
دفاع وزارت: هلمند کې د طالبانو د نظامي کمېسيون مرستيال وژل شوى
author avatar
31 Oct 2020 - 10:47

کابل (پژواک، ١٠ لړم ٩٩) : د ملي دفاع وزارت د هلمند ولايت لپاره د طالبانو د نظامي کمېسيون د مرستيال ترڅنګ د اتو وسله و الو مخالفينو د وژلو خبر ورکړى دى.

د ياد وزارت د مطبوعاتي دفتر له خوا د لړم په ١٠مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د هلمند د ناوې ولسوالۍ په خسراباد سیمه کې د افغان ځواکونو په عملياتو کې د وسله والو طالبانو د نظامي کمېسیون مرستیال ملا امان الله له خپلو اتو کسانو سره وژل شوی دى.

سرچينې زياته کړې چې په دغو عملياتو کې یو عراده لوکسل موټر، ۴ میله کلاشینکوفونه، ۲ میله درازنوف او ۲ پایه ایکم مخابرې يې له منځه وړل شوي دي.

بلخوا ملي دفاع وزارت په يوه بله خبرپاڼه کې ويلي چې وسله والو طالبانو تېره ورځ د اروزګان ولایت د دهراوود ولسوالۍ اړوندو سيمو کې يې پر امنیتي ځواکونو بریدونه وکړل.

سرچينې زياته کړې، امنیتي او دفاعي ځواکونو په دفاعي حالت کې د هوایی ځواکونو په ملاتړ د وسله‌والو طالبانو دغه بریدونه له ماتې سره مخ کړل چې په ترڅ کې يې ۱۴ طالبان ووژل شو او ۹ تنه يې ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.