ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان کې پر نشه يي توکو روږدو کسانو کې د کرونا مثبته پېښه نه ده ثبت شوې

افغانستان کې پر نشه يي توکو روږدو کسانو کې د کرونا مثبته پېښه نه ده ثبت شوې

author avatar
10 Nov 2020 - 13:29
افغانستان کې پر نشه يي توکو روږدو کسانو کې د کرونا مثبته پېښه نه ده ثبت شوې
author avatar
10 Nov 2020 - 13:29

کابل (پژواک، ۲۰ لړم ۹۹): په افغانستان کې تر اوسه پر نشه یي توکو روږدو کسانو کې د کرونا مثبته پېښه نه ده ثبت شوې او یو شمېر روږدي کسان هم ځانونه «د کرونا ضد» بولي، خو د صحي چارو متخصصین بیا دغه څرګندونې ناسمې بولي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د تېر کال له سلواغې میاشتې راهیسې تر اوسه (د لړم ۲۰مه) په افغانستان کې د کوويډ- ۱۹ ناروغۍ ۴۲۴۶۳ مثبت پېښې ثبت شوې، له دې ډلې ۱۵۷۷ کسان مړه او ۳۴۹۵۴ نور بېرته روغ شوي دي.

خو د عامې روغتیا وزارت وایي، تر اوسه په هېواد کې د کرونا ویروس داسې پېښه نه ده ثبت شوې چې پر نشو روږدي کسان دې کرونا نیولي وي.

دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې، په افغانستان کې چې د نړۍ تر ټولو ستر د نشه یي توکو تولیدوونکی هېواد دی، د نشه یانو د شمېر په اړه نوې سروې نه ده ترسره شوې، خو د ۲۰۱۵ میلادي کال سروې ښيي چې په افغانستان کې درې عشاریه شپږ میلیونه کسان چې د ټول نفوس ۱۱ سلنه جوړوي، په بېلابېلو نشه یي توکو روږدي دي.

ډېری روږدي په پارکونو، سړکونو او نورو سیمو کې له خپلو کورونو لرې شپې ورځې تېروي او نه یواځې دا چې له کرونا ویروس نه د ځان ساتلو لپاره روغتیایي سپارښتنې لکه د ماسک کارول، په صابون لاسونه مینځل، اړین واټن او نور نه مراعاتوي، د نشه یي توکو لپاره ګډې ستنې کاروي او نشو سخت ناتوانه کړي هم دي.

خو د عامې روغتیا وزارت د نشه یي توکو د تقاضا د کمښت څانګې مسوول سید جاوېد بدخش پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه وزارت تر اوسه په کابل کې پر نشه یي توکو روږدي ۴۸۴۲ هغه نارینه او ۴۷۰ هغه ښځې چې سرپناه نه لري، د ابن سینا زر بستریز روغتون او د ښځو سل بستریز روغتون ته بیولي او له دې ډلې یې د هغو معاینه کړې چې په کرونا ویروس د اخته کېدو شک پر کېده، خو د ټولو پایله منفي وه او د هغوی په ډله کې تر اوسه د کوویډ – ۱۹ ناروغۍ مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

ده د هېواد په کچه پر کرونا ویروس د نشه یانو د اخته کېدو په اړه وویل: «د افغانستان په کچه چې د روږدو له شکمنو کسانو سمپلونه اخیستل شوي، پایلې یې منفي راغلې دي او دا زموږ لپاره هم جالبه وه.»

بدخش په دې اړه چې ولې په نشه یې توکو روږدې کسان پر دې ناروغۍ نه دي اخته شوي، وایي په دې اړه سروې او څېړنې ته اړتیا ده او دی يې دا مهال په اړه څه نه شي ویلای.

نشه یان: موږ کرونا نه نیسي

پژواک خبري اژانس په کابل ښار کې له شپېتو روږدو سره مرکې کړې او دغو ټولو ادعا کړې چې له روږدو کسانو یو هم پر کوویډ – ۱۹ ناروغۍ نه دی اخته شوی.

عزیزالله یو له دغو کسانو دی؛ ده چې شپه یې په پل سوخته سیمه کې تر پله لاندې تېره کړې وه او له نورو ملګرو سره یې تازه سړک ته راووت، وویل چې دی هم په کوویډ- ۱۹ ناروغۍ نه دی اخته شوی او تر اوسه یې نه دي لیدلي چې کوم نشه یي دې پر دغې ناروغۍ اخته شوی وي.

هغه زیاته کړه: «دا مرض د الله (ج) له طرفه دی، الله پوهېږي چې موږ پاک خلک یو، نو موږ یې نه یو نیولي، د چا چې ایمان ضعیف وي، هغه کرونا نیسي.»

غلام سرور یو بل روږدی بیا وایي: «ټول خلک حتی تر اوسه له موږ څخه کرکه کوي چې موږ کرونا یو، موږ یو هم د رب په فضل سره کرونا ونه نیوو، که چېرته موږ کرونا نیولي وای نو حکومت ټول نشه یان وژل؛ د دې لپاره چې دا مرض له هغوی نه نورو ته انتقال نه شي.»

د جلال په نوم یو بل روږدی کس بیا وایي: «موږ خپله د کرونا ضد یو، نه یې زه نیولی یم او نه هم زموږ کوم ملګري.»

هغه وایي چې هره شپه خپل کور ته ځي او که چېرې د کرونا پر ناروغۍ اخته شوی وای، نو د کورنۍ غړي به یې هم پرې اخته شوي وو.

د قیس په نوم له یادو شپېتو کسانو یو بل تن وایي: «زموږ وجود ضعیف دی، خو کوم مواد چې موږ کاروو هغه زیات قوي دي، نو ځکه موږ کرونا نه نیسي.»

له یادو کسانو د صدیق الله په نوم یو بل تن وایي: «موږ یو هم کرونا نه یو نیولي، کرونا او نشه یې توکي داسې معنا ورکوي لکه دوه پهلوانان چې په غېږ واچوې، نو نشه یې توکي ورباندې زرور دي؛ ځکه یې موږ نه یو نیولي او موږ نه نیسي.»

ده وویل چې د کرونا ناروغۍ پر مهال عامې روغتیا وزارت څو ځلې لسګونه روږدي کسان له ښاره ټول کړل او معاینه یې کړل، خو له معاینې وروسته یې بېرته خوشي کړل؛ ځکه چې د ټولو د معاینې پایله منفي وه.

ځیني ډاکټران: پر نشه یي توکو روږي هم پر کرونا اخته کېدای شي

په کابل کې د شیخ زاهد روغتون مشر ډاکتر وحدت الکوزی وایي چې کرونا یوه نوې ناروغي ده او په دې اړه علمي معلومات نشته چې دغه ناروغي پر کومو خلکو ډېر او پر کومو لږ اثر کوي او یا پر کومو هېڅ اغېز نه کوي.

خو هغه په ورته وخت کې وایي چې د کوویډ- ۱۹ ناروغۍ د اوج پر مهال د افغانستان له حکومت او عامې روغتیا وزارت څخه لاره ورکه وه او پر نشه یې توکو روږدو کسانو ته هېڅ پاملرنه نه ده شوې او دا خبره سمه نه ده چې هېڅ روږدی کس پر دې ناروغۍ نه دی اخته شوی.

دی زیاتوي چې روږدې کسان چې کوم نشه یي توکي کاروي، په هغو کې مورفین دي او مورفین درد او تبه له منځه وړي او ناروغ ته تسکین ورکوي.

د ده په خبره، روږدي کسان پر کوویډ- ۱۹ ناروغۍ اخته کېدای شي، خو کېدای شي له دې امله یې نښې (درد او تبه) څرګنده نه شي چې نشه یي توکي کاروي.

د عامې روغتیا وزارت له خوا له کرونا ویروس سره د مبارزې څانګې پخوانی مشر ډاکټر نبیل پاکطین هم وایي چې پر نشه یی توکو روږي کسان هم پر کرونا ناروغۍ اخته کېدای شي او دا خبره ناسمه ده چې روږدي کسان پر دې ناروغۍ نه دي اخته شوي.

د ده په اند، روږدي کسان تر نورو ډېر د دې ناروغۍ له ګواښ سره مخ دي؛ ځکه چې د بدن معافیت یې هم د اعتیاد له امله او هم د ناسمې تغذیې له امله ټیټ دی.

پاکطین، په دې اړه چې د عامې روغتیا وزارت وایي، ډېر روږدي کسان یې معاینه کړي خو په هغوی کې مثبت پېښه نه ده ثبت شوې، وویل فکر نه کوي چې ډاکټرانو له دې امله چې د روږدو کسانو ځان او کالي ناپاک وي، د روږدو کسانو سم سمپل (نمونه) اخيستی وي.

دغه راز د هغه په وینا، د کرونا ویروس معاینه ډېر دقت غواړي او ډېره لږه ککړتیا کېدای شي د معاینې پایله مفني وښيي.

د ده په وینا، یاد روږدي کسان هم په داسې حال کې معاینه شوي چې کالي او بدن یې ککړ وي او کېدای شي له همدې امله یې پایله منفي ښودل شوې وي.

د هغه په اند، روږدو هم دروغ ویلي چې پر یاده ناروغۍ نه دي اخته شوي؛ ځکه چې که رښتیا ووایي نو هغوی اړ کېږي چې قرنطین وکړي او قرنطین د معتادینو لپاره لکه مرګ داسې دی.

پاکطین د کرونا په اړه د عامې روغتیا وزارت له خوا پر وړاندې شوو شمېرو باوري نه دی او افغانستان کې د کوویډ – ۱۹ ناروغۍ پر وړاندې مبارزه «سیاسي دروغ» بولي.

د ده په وینا، په افغانستان کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو- که هغه عام خلک دي او یا هم روږدي کسان- کره شمېرې نشته.

عامې روغتیا وزارت د روان کال د وږي میاشتې په ۱۵مه د یوې سروې له مخې اعلان وکړ چې په افغانستان کې لس میلیون کسان پر کوويډ- ۱۹ ناروغۍ اخته شوي دي. دغه وزارت تر هغه مهاله روغتونونو کې د یادې ناروغۍ د ټولو مثبتو ثبت شوو پېښو شمېر ۳۸۳۲۴ ښودلای و.

د یادې سروې پایلې او ثبت شوې شمېرې ښیي چې د وږي تر ۱۵مې په افغانستان کې له هرو سلو مثبت پېښو شاوخوا څلور سلنه ثبت شوې دي.

په افغانستان کې د تېر کال له سلواغې وروسته ورځ تر بلې د یادې ناروغۍ مثبتې پېښې ډېرېدې او د غویي په میاشت کې اوج ته ورسېدې. له هغه وروسته د دې ناروغۍ د ورځنیو ثبت شوو مثبتو پېښو شمېر لسګونو ته رالوېدلی و خو اوس بیرته د سلو رسیدلي دي.

کرونا ویروس لومړی تېر کال په لېندۍ میاشت کې د چین په اوهان ښار او بیا د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې خپور شو او تر اوسه (د لړم ۲۰مه) په نړۍ کې د دې ناروغۍ شاوخوا ۵۰ میلیونه مثبتې پېښې ثبت شوې چې له دې ډلې یې څه باندې یو عشاریه دوه میلیون کسان مړه شوي او شاوخوا ۳۵ میلیونه بېرته روغ شوي دي.

 


 

دغه څېړنیز راپور د اروپايي ټولنې په مالي مرسته چمتو شوی دی؛ یوازې پژواک یې د منځپانګې مسوولیت لري او د یادې ټولنې نظر نه څرګندوي.

Visits: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.