ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت: له پکتيا کابل ته د ترورونو لپاره د ځانګړو وسلو د لېږد مخه ونيول شوه

حکومت: له پکتيا کابل ته د ترورونو لپاره د ځانګړو وسلو د لېږد مخه ونيول شوه

author avatar
10 Nov 2020 - 18:00
حکومت: له پکتيا کابل ته د ترورونو لپاره د ځانګړو وسلو د لېږد مخه ونيول شوه
author avatar
10 Nov 2020 - 18:00

جلال اباد، ګردېز (پژواک، ٢٠ لړم ۹۹): ځايي چارواکي وايي چې امنيتي ځواکونو په پکتيا او ننګرهار ولايتونو کې لسګونه ميله وسلې او مهمات نيولي دي.

د پکتيا ولايت امنيتي چارواکي وايي چې د ملي امنيت رياست سرتېرو د حقاني شبکې اړوند زياته اندازه وسلې او مهمات نيولي دي.

د دې رياست مسوولين وايي چې دا وسلې په يوې هينو موټر کې ځای پر ځای شوې وې، چې د دوی په هدفي عملياتو کې د ګردېز په مربوطاتو کې نيول شوې دي.

د پکتيا د امنيه قوماندانۍ د عملياتي ټولي قوماندان اسمعيل د لړم په ٢٠مه، پژواک ته وويل چې يادې ډلې هوډ درلود چې دا وسلې د بېلابېلو تخريبي کړنو لپاره پلازمېنې کابل ته ولېږدوي.

نوموړی وايي:((دا د ابوعبيده ډلې مربوط دي، د عاملينو د نيولو لټه يې روانه ده او ډېر ژر به ونيول شي. ))

د پکتيا والي محمدحليم فدايي وويل چې په دې نيول شويو وسلو کې ۲۷ بې غږه کلاشينکوفونه، د ۶ بې غږه تومانچو په ګډون ۳۶ تومانچې، ۳ بم غورځوونکي، ۲۱ بکسې مرمۍ او ځينې نور مهمات شامل دي.

هغه زياته کړه، طالبان د پنجاب په مستقيم امر لا هم د مردودې جګړې په دوام د افغانانو وژل غواړي، خو زړور افغان ځواکونه به يې د خدای په نصرت مخه نيسي..

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي. په دې وروستيو کې د يادې ډلې له خوا وسله وال بريدونه زيات شوي دي.

د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار ولايت مومندرې ولسوالۍ مربوطاتو کې پولیسو د ګزمې پر مهال په يو عراده ټېلر ډوله موټر کې ۵۲ میله بېلابېل ډوله تومانچې او لسګونه فيره د وسلو مرمۍ نيولي دي.

د ننګرهار ولايت مقام وايي، دې وسلو سره دوه کسان نيول شوي، چې په خپلو جرمونو يې اعتراف کړی او د قانوني اجراتو په موخه به عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.