ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاکستان وېزو د وېش او امنيت مسوولیت جنرال خوشحال سعادت ته سپارل کېږي

د پاکستان وېزو د وېش او امنيت مسوولیت جنرال خوشحال سعادت ته سپارل کېږي

author avatar
10 Nov 2020 - 16:03
د پاکستان وېزو د وېش او امنيت مسوولیت جنرال خوشحال سعادت ته سپارل کېږي
author avatar
10 Nov 2020 - 16:03

کابل(پژواک،٢٠ لړم ٩٩): د ولسمشر لومړى مرستیال امرالله صالح وایي، د پاکستان وېزې غوښتونکو ته د غوره اسانتیاوو د طرحې عملي کولو په موخه د تنظيم چارې مسووليت د عامه ساتنې ريیس جنرال خوشحال سعادت ته سپارل کېږي.

امر الله صالح چې د روان کال د تلې میاشتې له ۲۶مې نېټې وروسته یې د کابل ښار د امنیت مسوولیت پر غاړه اخیستی، هر سهار په شپږ نيمو بجو د کابل د امنيت او نورو موضوعاتو په اړه ناستې کوي او بيا يې معلومات په خپله فيسبوک پاڼه کې ليکي.

هغه له تېرو څو ورځو راهيسې په دې ناستو کې د پاکستان د سفارت مخې ته د وېزو د متقاضيانو په اړه هم څرګندونې او په تړاو يې بېلا بېلې پرېکړې کوي.

صالح نن د لړم په ٢٠مه، پر خپله فېسبوک پاڼه کې لیکلي، ټاکل شوې ده چې د پاکستان د وېزو د متقاضيانو پاسپورټونه په ۱۶ سیمو کې راټول کړای شي او له ګڼې ګوڼې پرته خلک په خپل نوبت سفارت ته واستول شي.

ده زياته کړه، خوشحال سعادت د امنیتي موضوعاتو په اړه مسلکي او پر حقایقو ولاړه مطالعه او معلومات لري ؛ نو ځکه د پاکستان وېزو د وېش د بهیر مسوولیت هغه ته سپارل کېږي.

د ولسمشر لومړي مرستيال لیکلي، د بهرنیو چارو وزارت دا ټول مسایل په کابل کې د پاکستان له سفارت سره همغږي کړي و د پاسپورټونو راټولونه به په داسې بڼه وي چې هيڅوک جعلي نوبت وانخلي.

د هغه په وينا، دا چاره د بهرنیو چارو د وزارت او افغان پوست ادارې ترمنځ په همغږۍ ترسره کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې امر الله صالح له پاکستان سفارت څخه غوښتي و، چې په کابل کې د هرې ورځې د وېزو د ورکړې شمېره په ډاګه کړي.

د ولسمشر لومړي مرستيال پرون ليکلي و، چې د پاکستان سفارت دا کار کړى او دوى اوس دهمغه له مخې خپله طرحه جوړه کړې ده.

تر دې مخکې صالح ويلي و، چې شپږ کړ‎ۍ کمېشن کاران هره ورځ لږ تر لږه ۱۰۰زره امریکايي ډالر د پاکستان د وېزو پلورلو له لارې له عامو خلکو اخلي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د پاکستان د وېزو په اړه د خلکو شکایتونه زیات شوي او په تېره یوه میاشت کې څو ځلې د پاکستان سفارت مخې ته لاریونونه هم شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.