ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې د موټربم بريد له امله پنځو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

هلمند کې د موټربم بريد له امله پنځو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
10 Nov 2020 - 11:30
هلمند کې د موټربم بريد له امله پنځو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
10 Nov 2020 - 11:30

لښکرګاه (پژواک، ٢٠ لړم ٩٩) : د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د ملي اردو پر ځواکونو موټربم بريد شوى دى.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک پېښه تاييدوي، خو د بريد له امله د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه درلودل.

هغه د لړم په ٢٠مه، پژواک ته وويل چې دا موټربم بريد تېر ماخوستن په شاوخوا اتو بجو د ګرشک ولسوالۍ د اتشک په سيمه کې د ملي اردو پر يوې پوستې شوى دى.

بلخوا په هلمند کې د ۲۱۵ ميوند قول اردو مطبوعاتي دفتر وايي چې په دغه پېښه کې د ملي اردو دوه سرتېري وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې په يو شمېر ولايتونو کې د موټربم بريدونه زيات شوي، وړمه شپه د کندهار په ميوند ولسوالۍ او تېره شپه د فارياب په المار ولسوالۍ کې موټربم بريدونه شوي چې د سرتېرو ترڅنګ ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.