ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بلخ کې د برېښنايي تذکرو تقاضا زياته خو امکانات يې کم دي

په بلخ کې د برېښنايي تذکرو تقاضا زياته خو امکانات يې کم دي

author avatar
10 Nov 2020 - 16:05
په بلخ کې د برېښنايي تذکرو تقاضا زياته خو امکانات يې کم دي
author avatar
10 Nov 2020 - 16:05

مزارشريف ( پژواک، ۲۰لړم ۹۹) : د بلخ ولايت يو شمېر اوسېدونکي او ځايي مسوولين وايي چې دغه ولايت کې د برېښنايي تذکرو د تر لاسه کېدو تقاضا لوړې کچې ته رسېدلې؛ خو په مقابل کې يې د وېش امکانات محدود او کم دي.

دمګړۍ مزارشريف کې د الکټرونيکي تذکرو د وېش يو مرکز فعال دی؛ چې په ورځ کې د ۳۰۰ کسانو د بايومټريک کولو ظرفيت لري؛ خو دغلته بيا د تذکرې د تر لاسه کېدو کچه په ورځ کې له زرو تنو متقاضيانو هم اوړي.

د بلخ ولايتي شورا او خلک له حکومت څخه غوښتنه کوي، چې په مزارشريف کې د برقي تذکرو د وېش مرکزونه زيات کړي.

د بلخ د احصاييې او معلوماتو رياست مسوولين وايي، چې راتلونکو دوه اوونيوکې به مزارشريف کې د برېښنايي تذکرو د وېش دويم مرکز هم فعال شي.

شاوخوا يو کال کېږي، چې په مزارشريف کې د الکټرونيکي تذکرو د وېش يو مرکز فعال شوی دی.

که څه هم په لومړيو کې دغه مرکز د متقاضيانو غوښتنو ته ځواب ويلی شوای؛ خو دمګړۍ د برېښنايي پېژندپاڼو د متقاضيانو شمېر د ورځني بايومټريک په پرتله درې چنده زيات يادېږي.

د بلخ ولايت اوسېدونکي تاج محمد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې يوه نيمه مياشت کېږي د برقي تذکرې د اخيستو لپاره يې فورمونه ډک کړي؛ خو د تذکرې د وېش مرکز يې نه ترې اخلي.

هغه زياته کړه، چې د ده په څېر سلګونه کسان شته، چې غواړي برېښنايي تذکره واخلي؛ خو مسوولين وايي، چې نوبت ته دې صبر وکړي.

نوموړی زياتوي: (( موږ د کورنۍ شپږو غړو فاميلي فورمه ډکه کړې، يوه نيمه مياشت مخکې، دوه ځله د تذکرې د وېش مرکز ته ورغلی يم؛ خو ډک شوی فورم رانه نه اخلي او وايي، چې نوبت ته صبر وکړه؛ زه نه پوهيږم چې نور به لا څومره صبر کوم)).

د مزارشريف دغه اوسېدونکی زياتوي، چې حکومت بايد د خلکو تقاضا درک کړي او د الکټرونيکي تذکرو د وېش مرکزونه دې زيات کړي.

شفيقه مزارشريف کې د يوه خصوصي پوهنتون د څلورم کال محصله ده.

هغه هم وايي، چې د الکټرونيکي تذکرې د اخيستو لپاره لېوالتيا لري؛ خو امکانات يې نشته.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.