کابل (پژواک، ۲۱ لړم ۹۹): په بلخ کې روغتونونو ته ۵۱ قلمه توکي په ټولیز ډول ۱۷ میلیونه افغانۍ په لوړه بیه پیرل شوي او په دې توکو کې د ۳۵زرو یو ماشین په ۴۳۸ زره او د ۲.۱ میلیون افغانیو امبولانس په ۶.۸ میلیونه پیرل شوي دي.
دغه توکي تېر کال د تلې او لیندۍ په میاشتو کې د بلخ په مرکز کې په نشه یي توکو د روږدو ښځو او ماشومانو دوه روغتونونو او دغه راز د بلخ په مارمل ولسوالۍ کې د دولتي روغتیایي کلینیک لپاره د بام دنیا د لوژستیکي شرکت لخوا پيرل شوي دي.
پژواک خبري اژانس ته د یادو توکو د پیر په لاس ورغلو جدولونو کاپیانې – چې د بلخ د عامې روغتیا رياست پخواني مشر ډاکټر نصیر احمد دراني او موظف پلاوي لاسلیک کړي، ښیي چې توکي د بازار له نرخ څخه په لوړه بیه پیرل شوي دي.
له یادو توکو څخه ۴۷ قلمه په نشه یي توکو د روږدو ښځو او ماشومانو دوو روغتونونو او ۱۲ قلمه نور د بلخ په مارمل ولسوالۍ کې دولتي روغتیایي کلینیک ته پېرل شوي دي.
پژواک له یادو۵۹ قلمه توکو څخه د ۵۱ قلمه توکو نرخونه له بازاره اخيستي، خو د پاتې ۸ قلمه بیې یې ځکه نه دي اخیستې چې په جدولونو کې یې ځانګړتیاوې سمې څرګندې نه دي.
د بیو پرتله ییز جدول:
بلخ کې درېیو روغتیايي مرکزونو ته د توکو د پیر او بازار د نرخ بیې |
||||
د بیو توپیر څومره دی؟ |
د توکو د بازار نرخ |
د توکو د پیر بیه |
د توکو تشریح |
ګڼه |
13 | 35000 | 438300 | د الکټروکارګرافي ماشین | 1 |
10 | 500 | 5000 | انتظار څوکۍ | 2 |
7 | 850 | 6000 | دیوالي غټ ساعت | 3 |
6 | 800 | 5000 | یو کسیزه اسفنجي توشکه | 4 |
6 | 1767 | 10000 | برېښنايي جارو | 5 |
6 | 900 | 5000 | کوډبند | 6 |
5 | 1600 | 8000 | ګرین بورډ | 7 |
4 | 9000 | 40000 | یو عشاریه شپیته سانتي متره د تحریر میز | 8 |
4 | 4500 | 20000 | یو عشاریه څلوېښت سانتي متر د تحریر میز | 9 |
4 | 4500 | 20000 | د ډوډۍ خوړلو لوښو سیټ | 10 |
4 | 3400 | 15000 | یو کسیزه د خوب تخت | 11 |
4 | 2700 | 11300 | د ملټي میډیا پروجګټور پرده | 12 |
4 | 5500 | 20000 | د کالیو المارۍ ۲/۸۰ | 13 |
3 | 4400 | 15000 | درې کسیزه فلزي څوکۍ | 14 |
3 | 30000 | 100000 | د ملټي میډیا پروجګټور | 15 |
3 | 400000 | 1291000 | ۱۰۰ ملي اکسري ماشین | 16 |
3 | 2156000 | 6800000 | د ټویوټا هایس معیاري امبولانس ۲۰۱۴- ۲۰۱۶ | 17 |
3 | 1600 | 5000 | وایټ بورډ | 18 |
3 | 32350 | 100000 | ایر کنډېشن ۱۸۰۰۰ BTU | 19 |
3 | 120000 | 360000 | د برېښنايي شاک ماشین | 20 |
3 | 1700 | 5000 | د اور ضد ډبه | 21 |
3 | 350 | 1000 | يو کسیزه ډبل وطني بالښت | 22 |
3 | 350 | 1000 | د تخت پاسنۍ وطني ټوټه | 23 |
3 | 11200 | 30000 | درې کاره ۱۳۰ ایچ پي پرینټر | 24 |
3 | 1848000 | 4822000 | د ایکوکارګرافي ماشین | 25 |
3 | 42500 | 110000 | لپ ټاپ کمپيوټر | 26 |
3 | 8000 | 20000 | د اوبو د ډیسپلیسر یخچال له بوتل سره | 27 |
2 | 4200 | 10000 | د فایلونو دوه پله يي لرګینه المارۍ ۲/۸۰ | 28 |
2 | 43000 | 100000 | ډیسک ټاپ کمپيوټر | 29 |
2 | 2200 | 5000 | چرمي بازو لرونکې ثابته څوکۍ | 30 |
2 | 8800 | 20000 | د کالیو وینځلو او وچولو د منځنۍ کچې ماشین | 31 |
2 | 45000 | 100000 | د غونډې شپږ متره میز | 32 |
2 | 9200 | 20000 | ۳۲ اینچه سونی چنايي تلوېزیون | 33 |
2 | 205000 | 440000 | مایکرولب ماشین | 34 |
2 | 2800 | 6000 | نکلي یو کسیزه چنايي څرخي څوکۍ | 35 |
2 | 24500 | 50000 | ۷ کسیز چرمي کوچ له وطني میز سره | 36 |
2 | 2450 | 5000 | غټه باطله داني | 37 |
2 | 500 | 1000 | پلاستیکي څوکۍ په مختلفو رنګونو | 38 |
2 | 14000 | 28000 | د سکشن دوه مرتبانه لوی ماشین | 39 |
2 | 61600 | 120000 | د فوټو کاپي ماشین | 40 |
2 | 3150 | 6000 | د درملو دوه پله يي فلزي المارۍ ۲/۸۰ | 41 |
2 | 577500 | 1100000 | ۲۰۰ ملي چنايي اکسري ماشین | 42 |
2 | 45000 | 80000 | د فوتوترابي ماشین | 43 |
2 | 8500 | 15000 | برېښنايي او ګازي ترکي بخارۍ د ګاز له ۱۰ کیلویي ډبې سره | 44 |
2 | 423500 | 700000 | د بي هوښۍ انستیزي ماشین | 45 |
1 | 3400 | 5000 | د ګاز درې خانه یي منقل | 46 |
1 | 3600 | 5000 | برېښنايي ۵ لیټره چای جوشي ترموز ډوله | 47 |
1 | 11500 | 15000 | ۱۲۰۰ واټه یو پي ایس | 48 |
1 | 4500 | 5000 | د چای څښلو لوښو سیټ | 49 |
1 | 21000 | 20000 | د وښو رېبدلو ماشین | 50 |
1 | 4000 | 2000 | چارجي ګروپ | 51 |
د حکومت له خوا د پیرل شویو توکو مجموعه په افغانۍ | 27,173,900 |
د بازار نرخ له مخې د توکو مجموعه په افغانۍ | 10,100,836 |
توپیر |
17,073,064 |
پژوک ته د یادو توکو نرخونه په کابل کې د وحیدالله فرنېچر پلورنځي، ډیګ کام کمپيوټر پلورنځي، عبدالقهار عظیمي سوداګریز شرکت، نېشنل قرطاسیه پلورنځي، انار درګي لېمټيډ شرکت، اسیافارما، ذینان اباسین لمیټډ او نور فارما طبي شرکتونو ورکړي دي.
په بلخ کې د پژواک خبریال هڅه وکړه چې د مارمل ولسوالۍ روغتون له چارواکو سره هم خبرې وکړي، خو اړیکه ورسره ټینګه نه شوه.
پژواک د لړم په ۱۲مه د بلخ د روغتیا ریاست له پخواني رییس نصیر احمد دراني سره اړیکه ټینګه کړه او د یادو توکو په لوړه بیه د پېر موضوع یې ورسره شریکه کړه.
هغه وویل چې د یادو پروژو وړاندیزونه، د روغتیا وزارت موافقه، له مالیې وزارت څخه د بودیجي منظوري او د پروژو اعلان د ده له کاري دورې مخکې شوي او ده یوازې شرکتونو ته د پیسو د ورکړې غوښتنه کړې ده.
دی وايي:”دغه دوسیه د روغتیا وزارت تفتیش ته هم تللې ده، هغوی ارزولې ده، په نرخونو کې توپیر نشته؛ په اسنادو، اجناسو او کيفیت کې یې هم توپیر نشته؛ ځکه د معاینې او پېرېدنې پلاوي کتلي دي، نرخونه د وخت له نرخونو سره مناسب شوي دي.”
خو د بلخ د عامې روغتيا ریاست اوسنی مشر ډاکټر خليل حکمتي وایي، د یادو توکو د پیر تړونونه هغه مهال شوي چې دی د ریاست مشر نه و، خو که د بیو په اړه یې شکونه موجود وي او يا هم په کې د فساد تورونه وي، نو دی د دې پلوی دی چې يو درېیمګړی پلاوی دې وټاکل شي، دغه تړونونه دې وارزوي او په فساد کې ښکېلو کسانو سره دې قانوني چلند وشي.
خو حکمتي زیاتوي:” قراردادي شرکتونه مکلف دي چې دولت ته ماليه او ټکس ورکړي؛ له همدې امله په ځينو مواردو کې دوی ته اجازه شته، چې يو توکی د بازار له نرخه ۲۵ سلنه په لوړه بیه دولت ته ورکړي؛ خو که کوم توکي له دې څخه لوړ اخيستل شوي وي، نو بيا دا سمه نه ده.”
د یو کال په تېرېدو سره ۷ ډوله وسایل روغتون ته نه دي رسول شوي:
په بلخ کې د نشه یی توکو د روږدو کسانو د روغتونونو رييس ډاکټر عصمت الله کريمي د لړم په ۱۱مه پژواک ته وويل چې د دغه ولایت د ماشومانو او ښځینو معتادینو روغتونونو ته له یادو پیرل شویو توکو تر اوسه ۷ قلمه نه دي سپارل شوي.
دی وايي:”يو پايه د کنفرانسونو شپږ متری مېز، پنځه پايې د خوب يو کسیزه وطني تختونه، پنځه تختې يو کسیزه وطني سر تختي، ۲۱۰ متر مربع پردې او د هغې اړوند توکي لکه راډ او نور اړوند توکي، درې پايې ګازي اور ډبې، ۴ سيټه د ډوډۍ خوړلو لوښي او ۴ سېټه د چای څښلو لوښي نه دي راکړل شوي.”
هغه زیاته کړه، د دوی د معلوماتو له مخې کوم توکي چې دوی ته نه دي ورکړل شوي هغه د روغتیا ریاست په زېرمتون کې دي او سره له دې چې څو ځله یې غوښتنه کړې خو روغتونونو ته نه ورکړل شوي.
د بلخ د عامې روغتیا رييس ډاکټر خليل حکمتي د بلخ معتادينو روغتون د هغو ۷ قلمه توکو په اړه چې لا هم ياد روغتون ته نه دي رسېدلي وويل، چې دغه توکي په زېرمتون کې شته او له ده څخه چا د توکو د ورکړې غوښتنه نه ده کړې، خو که د معتادینو روغتون چارواکي یې غوښتنه وکړي، دی به یې ورته وسپاري.
د بام دنیا لوژستیکي شرکت مالک څوک دی؟
د سوداګرۍ او صنعت وزارت یوې رسمي سرچینې پژواک ته وویل چې د دغه شرکت رییس توریالی د سلطان محمد زوی او مرستیال یې ننګیالی د توریالی ورور دی او د جواز ګڼه یې D41802 ده.
د شرکت رییس توریالي وویل چې پورتني توکي یې د بازار له نرخ سره برابر اخیستی دي او کوم توپیر نه لري.
ده د امبولانس په اړه وویل چې د بلخ ولایت مارمل روغتون لپاره یې داسې امبولانس پېرلی چې صفر کیلیومټر دی او امبولانس دننه په طبي تجهیزاتو هم سمبال دی.
د عامې روغتیا وزارت یوې باوري سرچينې پژواک وویل چې د دغه شرکت په لوړه بیه پیرل شوي توکو دوسیه د وزارت د داخلي تفتیش د څيړنې لاندې ده.
پژواک دغه موضوع ۸ ورځې مخکې (د لړم په ۱۳مه) د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له مطبوعاتي دفتر سره شریکه کړه، خو تر اوسه یې ځواب نه دی ورکړی.
پژواک د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (UNDP) په مالي مرسته دا راپور برابر کړی دی.
Visits: 6
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن