کابل (پژواک، ٢١ لړم ٩٩) : د افغانستان د حج او اوقافو وزارت وايي چې په اذربايجان کې د ٢١ اسلامي هزوادونو او څلورو نړيوالو اسلامي سازمانونو په يوه ګډ کنفرانس کې په افغانستان کې روانه جګړه حرامه وګڼله او د جګړې له ټولو اړخونو یې وغوښتل، چې جګړه ودروی او سولې ته لومړیتوب ورکړي.
د ارشاد حج او اوقافو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د معاصرې نړۍ ننګونې « نفرت خورونکې ویناوې، تروریزم ، افراط ګرايي او د اذربایجان پر وړاندې دارمنستان یرغل» تر سرلیک لاندې د افغانستان په ګډون د ٢١ اسلامي هېوادونو او ٤ نړیوالو اسلامي سازمانونو ویډیويي کنفرانس ترسره شو .
سرچينې زياته کړې، دغه کنفرانس د اذربایجان هېواد له لوري تنظیم شوی و، چې لومړی د اذربایجان مفتي او د قفقاز د مسلمانانو د سازمان رییس، شیخ الاسلام الله شکر باشازاده، ورپسې د اسلامي علماوو د نړیوالې اتحادیې مرستیال علي محی الدین القره داغي او دغه راز د ترکیې د دیني چارو وزیر دوکتور علي ارباش ویناوې وکړې.
په خبرپاڼه کې راغلي، دوى په خپلو ويناوو کې د اسلامي نړۍ په بېلابېلو اړخونو او ستونزو د حل په باب یې خپل نظریات شریک کړل.
سرچينې ويلي، ویناوالو د خپلو خبرو تر څنګ په افغانستان کې روانه جګړه حرامه وګڼله او د جګړې له ټولو اړخونو یې وغوښتل، چې جګړه ودروي او سولې ته لومړیتوب ورکړي.
د حج وزارت ويلي، په همدې ترتیب، په دې کنفرانس کې د افغانستان په استازیتوب د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست محمد قاسم حلیمي هم وینا وکړه.
نوموړي د سولې، دیني مقدساتو ته د سپکاوي، د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) د کارتون خپرولو، اسلامي افراطیت، ترهګرۍ او د اسلامي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ پراخوالي په اړه خبرې وکړې.
حليمي په افغانستان کې د جګړې د حرمت او د افغانستان په مسله کې د ګډونوالو د وروستي دریځ په ځانګړي ډول په دې هېواد کې د روانې جګړې د حرمت په اړه مننه او قدردانی وکړه.
په خبرپاڼه کې راغلي، ګډونوالو د افغانستان اسلامي جمهوریت، منځني ختیځ، د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې د فلسطین د کورنۍ شخړې له منځه وړلو او په سوریه، لیبیا او نورو سیمو کې د سولې رامنځته کولو لپاره د عادلانه حل لارې ملاتړ وکړ.
همدا رنګه ټولو ګډونوالو د انسانیت د هوسا راتلونکې لپاره د نړۍ د تمدنونو او مذهبونو ترمنځ د سولې، امنیت، یووالي او همغږي ترلاسه کولو هدف ته خپله ژمنتیا څرګنده کړه.
په خبرپاڼه کې راغلي، ویناوالو د بیان ازادي او ډېموکراسي تر نامه لاندې سپېڅلو دیني ارزښتونو ته د سپکاوي غندنه، په ځانګړې توګه د اسلام د پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) د کارتون خپرول وغندل.
دوی د ترهګرۍ د زیاتېدو، مذهبي او توکميز تاوتریخوالي، تبعیض د ترهګرۍ او افراطي ډلو له خوا د مذهبي ارزښتونو له لارې د سولې د نړیوالو خبرو اترو او انساني همغږۍ ته د خطر په اړه هم بحث وکړ.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن