ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وسله والو کسانو په جوزجان کې درې کسان وژلي

وسله والو کسانو په جوزجان کې درې کسان وژلي

author avatar
11 Nov 2020 - 13:29
وسله والو کسانو په جوزجان کې درې کسان وژلي
author avatar
11 Nov 2020 - 13:29

شبرغان (پژواک، ٢١ لړم ٩٩): په جوزجان کې سیمه ییزې سرچینې وایي چې د فیض اباد ولسوالۍ په حیدراباد کلي کې پر ملکي وګړو د ناپېژاندو وسله والو په ډزو کې د دغه کلي د پراختیایي شورا د رییس په ګډون درې کسان وژل شوي دي.

د جوزجان ولایت د فیض اباد ولسوال الف شاه پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه درې کسان هغه مهال د برید هدف وګرځول شول چې تېر ماښام د لمانځه له ادا کولو وروسته د خپلو کورونو پر لور روان وو.

د هغه په وینا، په وژل شوو کسانو کې چې ټول ملکیان دي، د دغه کلي د انکشافي شورا رییس شهرالله هم شامل دی.

هغه وویل چې د پېښې لامل تر اوسه نه دی څرګند  شوی، خو د طالبانو تر واک لاندې سیمه کې رامنځته شوې ده.

خو د جوزجان د امنیې قوماندانۍ د امینت امر مل پاسوال شاه اغا ادعا کوي چې د حیدراباد د کلي د انکشافي شورا رییس شهرالله مخکې یو جهادي قوماندان و او هغه طالبان وژلي دي.

هغه وویل: «اوس طالبان هڅه کوي څو قومي مخور او نفوذ لرونکي کسان، د تروریستي عملیاتو ترسره کولو له لارې ووژني.»

په همدې حال ملي دفاع وزارت هم د اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې پر ملکي وګړو د طالبانو په برید کې درې کسان وژل شوي دي.

سرچینې لیکلي چې وژل شوي خلک داسې کسان وو چې د ماښام لمانځه له ادا کولو وروسته د خپلو کورونو خوا ته روان وو.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.