ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېر ۲۴ ساعته په افغانستان کې ١٨٦ کسان پر کرونا اخته او لس یې له امله مړه شوي

تېر ۲۴ ساعته په افغانستان کې ١٨٦ کسان پر کرونا اخته او لس یې له امله مړه شوي

author avatar
12 Nov 2020 - 14:11
تېر ۲۴ ساعته په افغانستان کې ١٨٦ کسان پر کرونا اخته او لس یې له امله مړه شوي
author avatar
12 Nov 2020 - 14:11

کابل (پژواک، ٢٢ لړم ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ١٨٦ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۴۲۷۹۵ ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د لړم په ٢٢مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته را لېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٥٩٢ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ١٨٦ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۴۲۷۹۵ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ٤٣ په کابل، ٣٢ په بلخ، ١٨ په کندهار، ١٢ په ننګرهار، لس په هرات، لس په تخار، اته په غزني، اته په ميدان وردګو، اووه په نيمروز، اووه په بدخشان، شپږ په بادغيس، پنځه په دايکنډي، څلور- څلور په باميان، کندوز، لوګر او غور او دوه- دوه هم په پروان او زابل ولايتونو کې پر کرونا ويروس اخته شوي دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٥٧ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروسه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ۳۵۰۲۴ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله لس کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ١٥٩١ ته ورسېد.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د عامې روغتيا وزارت چارواکو ويلي وو چې د کرونا پېښې په هېواد کې يو ځل بيا د ډېرېدو په حال کې دي.

د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتنه کړې چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د دغه وزارت لارښوونې جدي عملي کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.