ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک: د حکومت او طالبانو پلاوي بايد د سولې په مذاکراتو کې رښتیني و اوسي

خلک: د حکومت او طالبانو پلاوي بايد د سولې په مذاکراتو کې رښتیني و اوسي

author avatar
12 Nov 2020 - 16:05
خلک: د حکومت او طالبانو پلاوي بايد د سولې په مذاکراتو کې رښتیني و اوسي
author avatar
12 Nov 2020 - 16:05

پلخمري- ښرنه (پژواک، ٢٢ لړم ٩٩): د بغلان او پکتيکا اوسېدونکي وايي چې حکومت او طالبان بايد هر څو ژر اوربند او سوله وکړي او په دې برخه کې دې رښتیني و اوسي.

د بغلان ځینو ديني عالمانو او خلکو نن په دغه ولايت کې د سولې اړوند غونډه جوړه کړې وه.

په دې غونډه کې ديني عالم او د بغلان د حج او اوقافو رييس مولوي نقيب الله سجاد وويل چې په دوحه کې د سولې خبرو له بهيره داسې معلومېږي چې د مرکچي پلاوي پايلې ته نه رسېږي.

ده وويل چې د سولې اړوند خبرو کې بايد د حکومت او طالبانو پلاوي رښتيني وي؛ ځکه خلک له دغو خبرو د مثبو پرېکړو تمه لري.

دغه راز بل ديني عالم مولوي سيد باقر هاشمي وويل چې په دې وروستيو کې په هېواد کې امنيتي وضعيت ډېر خراب شوى او خلک سختې اندېښنې لري.

هغه وويل: ((داسې وخت را رسېدلى چې خلک فکر کوي، يو ځل بيا به کابل کې د مجاهدينو د اولو کلونو په شان وخت راشي خو ښه خبره ده چې اوربند او سوله وشي.))

دغه راز د يو بل خبر له مخې، په پکتيکا ولايت کې هم د سولې اړوند غونډه وشوه.

په دې غونډه کې قومي مشر لال خان وويل چې په هېواد کې ورځ تر بلې امنيتي وضعيت په خرابېدو دى او خلک په سختو ستونزو کې دي.

دى وايي چې په وروستيو پېښو کې د امنيتي ځواکونو ترڅنګ عامو خلکو هم درنه مرګ ژوبله اوښتې چې د اندېښنې وړ ده.

په ورته وخت کې يو بل قومي مشر حاجي ګلان وويل چې د هېواد ټول وګړي له جګړې ستړي شوي او جګړه د حل لار نه ده.

ده وويل چې حکومت او طالبان بايد دواړه نور افغان وژنې ته د پاى ټکى کېږدي.

يو شمېر نورو کسانو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومت او طالبانو يې د اوربند او سولې غوښتنه وکړه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.