ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې د ازادۍ راډيو خبريال د ماين چاودنه کې وژل شوى

هلمند کې د ازادۍ راډيو خبريال د ماين چاودنه کې وژل شوى

author avatar
12 Nov 2020 - 10:31
هلمند کې د ازادۍ راډيو خبريال د ماين چاودنه کې وژل شوى
author avatar
12 Nov 2020 - 10:31

کابل (پژواک، ٢٢ لړم ٩٩): د هلمند په مرکز کې د ازادۍ راډيو خبريال د ماين چاودنه کې وژل شوى او د يوه بل خبريال په ګډون درې تنه ټپيان شوي دي.

 د هلمند د والي وياند عمر ځواک د لړم په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا نهه بجې په مرکز لښکرګاه کې د ازادۍ راډيو د خبريال الياس داعي پر موټر د چسپکې ماين چاودنه شوې ده.

هغه وايي چې په دې چاودنه کې د ازادي راډيو خبريال الياس داعي وژل شوى او د ورور په ګډون يې درې نور کسان ټپيان شوي دي.

يوې بلې سرچينې پژواک ته وويل چې په دې چاودنه کې د داعي ورور مجتبى محمدى چې د المان غږ خبريال هم ټپي شوى دى.

د چاودنې مسئوليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

په دې اړه به نور جزئيات وروسته خپاره شي.

ديادونې وړ ده چې پنځه ورځې وړاندې په کابل کې د طلوع تلويزيون پخواني وياند يما سياووش هم په ورته پېښه کې وژل شوى و.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.