ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني له فساد سره د مبارزې لپاره کمېسیون جوړ کړ

ولسمشر غني له فساد سره د مبارزې لپاره کمېسیون جوړ کړ

author avatar
12 Nov 2020 - 18:48
ولسمشر غني له فساد سره د مبارزې لپاره کمېسیون جوړ کړ
author avatar
12 Nov 2020 - 18:48

کابل (پژواک، ۲۲ لړم ۹۹): ولسمشر غني، په داسې حال کې له فساد سره د مبارزې کمېسیون د جوړېدو اعلان کړی چې نړیواله ټولنه فساد د افغانستان ستره ستونزه بولي او له دې ستونزې سره پر جدي مبارزې ټینګار کوي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې نن په چهارچنار ماڼۍ کې د اروپایي ټولنې د فساد پر وړاندې مبارزې شپږم کلني کنفرانس جوړ شو.

سرچینه لیکي، د اروپایي ټولنې استازي او له فساد سره د مبارزې سفارتي ګروپ ګډ رییس انډرېس برانټ په دغه کنفرانس کې د وینا پر مهال، د فساد پر ضد د افغانستان حکومت د مبارزې د هرکلي ترڅنګ وویل چې په دې برخه کې له افغانستان سره د دوامدارې همکارۍ ژمنه تازه کوي.

انډرېس برانټ ویلي چې د ښې حکومتولۍ، ولسواکۍ، ملت جوړولو، مارکېټ او راتلونکې جوړولو، پر حکومت او جمهوریت د خلکو د باور لپاره له فساد سره جدي مبارزې ته اړتیا ده او حکومت باید د فساد ضد مبارزې اوږدمهاله ستراتېژي په جدیت تطبیق کړي.

سرچینه لیکي چې ورپسې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یا یوناما ځانګړې استازې ډیبورا لوینز، فساد د افغانستان لپاره لویه ستونزه وبلله او ويې ویل: «د افغانستان له حکومت سره ګډ کار کوو چې د فساد پر وړاندې د مبارزې ټول قوانین په بشپړ ډول تطبیق شي او دغه مبارزه په مسوولانه ډول پر مخ یووړل شي.»

د خبرپاڼې له مخې، ولسمشر محمد اشرف غني د فساد ضد مبارزې په اړه د حکومت ژمنتیا ته په اشارې ویلي: «د حکومت د رهبرۍ او په ملي کچه په دې اړه اجماع موجوده ده، خو د څرنګوالي په اړه به یې د عنعنوي لویې جرګې یا کوم بل جوړښت په چوکاټ کې ملي بحث وشي.»

غني ویلي چې د فساد پر وړاندې د مبارزې نوې ستراتيژي د لازمو مشورو په رڼا کې زیات انکشاف ته اړتیا لري، له مرسته کوونکو سره خبرې او په دې برخه کې زده شوي درسونه هم مهم دي.

هغه زیاته کړې چې له فساد سره د مبارزې د موثریت لپاره باید شته خنډونه لرې شي او پر وړتیاوو لوړولو پانګونه وشي.

ولسمشر زیاته کړې: «خوښ یم چې له فساد سره د مبارزې کمېسیون ایجاد چې له پنځو غړو څخه به یې درې نارینه او دوه ښځینه وي، اعلانوم. د اړتیا وړ ټولې منابع او واکونه به دغه کمېسیون ته انتقال شي او هیله ده چې له فساد سره د مبارزې په لاره کې د فعال جوړښت په توګه عمل وکړي.»

د ده په وینا، دغه کمېسیون به ولس، پارلمان او حکومت ته د خپلو کړنو ځواب ورکوي.

غني زیاتوي: «د سولې د اعمار اړتیا ته په پام چې د راستنېدو له ادغام سره تړلی او له بېوزلۍ سره مبارزه چې زموږ یو لومړیتوب دی، موږ باید په خپلو فعالیتونو کې مؤثریت رامنځته کړو، څو د ثبات، سولې او د خلکو د هوساینې لپاره لازم شرایط برابر کړو.»

د ده په وینا، د افغانستان حکومت په مختلفو برخو، له هغې ډلې د امنیتي سکتور، زېربناوو او د قانون د حاکمیت په برخو کې د خپلو ملي برنامو ټولیزه ارزونه پیل کړې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.