کابل ښار (پژواک، ٢٣ لړم ٩٩): د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د چاودنې له امله دوه سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين د لړم په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار د پغمان ولسوالۍ په ارغندۍ سيمه کې چاودنه شوې ده.
هغه وايي چې په دې چاودنه کې دوه سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.
دغه راز د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز هم دغه پېښه تاييدوي او وايي چې یاده چاودنه د پغمان ولسوالۍ د ارغندۍ په چوک کې رامنځته شوې ده.
خو بل لور ته په ټولنيزو رسنيو ځینو کسانو ليکلي چې د پغمان ولسوالۍ په ارغندۍ سيمه کې د ملي اردو پر کنډک موټربم بريد شوى دى.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابيلو سيمو کې د موټربم بريدونو کچه لوړه شوې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن