ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ګردېز ښار کې يو واټ د “شهيد خبريال محمدالياس داعي” په نوم ونومول شو

author avatar
13 Nov 2020 - 22:02
author avatar
13 Nov 2020 - 22:02

ګردېز (پژواک، ۲۳ لړم ۹۹): د سوېل ختيځ زون په مرکز ګردېز ښار کې پکتيا پوهنتون ته څېرمه يو نوی جوړ شوی واټ د شهيد خبريال محمدالياس داعي په نوم ونومول شو.

د پکتيا وويل محمدحليم فدايي د واټ نومولو سربېره د دې نوي جوړ شوي يو نيم کيلو مټر سړک پرانيسته هم وکړه، چې په خبره يې په ۲۷ ميليونه افغانۍ د ګردېز ښاروالي لخوا جوړ شوی دی.

فدايي د خبريالانو او ملکي خلکو وژل جنايت وباله او ويې ويل چې د خبريالانو د فزيکي امنيت خونديتوب په اړه به ځينې اقدامات وکړي.

نوموړي زياته کړه:((موږ طالبانو او نورو تروريستي ډلو ته دا وايو چې تاسو به د داعي صيب په شان خلک په فزيکي ډول له موږ واخلئ، خو د هغوی فکر نشي اخيستلی او د دوی نوم او ارمان به زموږ په زړونو او تاريخ کې ثبت وي.))

د پکتيا خبريالان د روان حالت او تاوتريخوالي زياتېدو ته اندېښمن دي او وايي چې دولت دې له هېوادوالو سره په دې اړه واضح معلومات شريک کړي.

د پکتيا پرېس کلب مشر فريدالله احمدزی وايي چې خبريالانو سره پر وخت اطلاعاتو نه شريکېدلو سربېره اوسمهال د دوی ژوند ته هم ګواښ پېښ دی، چې بايد پام ورته وشي.

احمدزي وويل:((د داعي وژنه سخته غندو، موږ روانو حالاتو ته ډېر په تشويش کې يو، له دولت څخه د وروستۍ پېښې جدي پلټنه غواړو. له ټولو وسله والو ډلو غواړو چې د خبريالانو ژوند ته پام وکړي. دولت بايد خبريالانو ته د اطلاعاتو ورکولو برخه کې نور واقعي جدي ګامونه واخلي.))

د خبريالانو د خونديتوب کمېټې ولايتي مشر ساحل منګل وويل چې د خبريالانو او ځينو نورو روڼ اندو وژل کېدل د لويو ناوړه سياستونو ناوړه پايلې دي او بايد د ځينو روانو سياستونو پر تجديد کار وشي.

منګل پژواک ته وويل:((د الياس داعي وژنه تصادف او کوچنۍ مسله نده، بلکې دا روانو ناوړه سياستونو د ناوړه نتايجو د لړۍ کړۍ ده. دا چې وسله وال طالبان وايي داعي صيب دوی ندی شهيد کړی، نو بايد اوس دولت په دې اړه ټولو ته مقنع وضاحت ورکړي، چې دا د چا کار دی؟))

تر دې وړاندې هم په بېلابېلو ولايتونو کې خبريالان شهيدان شوي او دولت يې د غندلو تر څنګ د پلټنو او عاملينو نيولو خبره کړې، خو تر اوسه د شهيد شوي هېڅ خبريال عاملينو ته سزا نده ورکړل شوې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.