ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې په جعلي اسنادو د ١٠٧ ميليونه افغانيو پروژې قرارداد شوى

خوست کې په جعلي اسنادو د ١٠٧ ميليونه افغانيو پروژې قرارداد شوى

author avatar
14 Nov 2020 - 16:25
خوست کې په جعلي اسنادو د ١٠٧ ميليونه افغانيو پروژې قرارداد شوى
author avatar
14 Nov 2020 - 16:25

خوست ښار(پژواک، ٢۴ لړم ۹۹): د پژواک موندنې ښيي چې په خوست ولايت کې د څه باندې(۱۰۷) ميليونه افغانيو په لګښت د کليو پراختيا او بيارغونې وزارت له خوا د يوه منظور شوي استنادي دېوال د پروژې قرارداد په جعلي اسنادو ترسره شوی دی.

د استنادي دېوال دا پروژه چې لايې عملي کار نه دی پيل شوی او ١٣،٥ کيلومتره اوږدوالی لري، د نړيوال بانک په مالي مرسته ترسره کېږي چې د طرزالعمل له مخې بايد د کليوالي انکشافي شوراګانو پرمټ پلې شي.

خو د دغه دېوال د يواځې ٤٧٢٢ مترو قرارداد شوى دى.

نوموړې پروژه د خوست د عليشېرو ولسوالۍ اړوند د هارون خېل، قدم، لنډر، صادق او کوټکيو سيمو کې پلې کېږي چې د طرزالعمل له مخې يې قرارداد هم د يادو سيمو د پنځو انکشافي شوراګانو حق بلل کېږي.

خو هغه اسناد چې پژواک ترلاسه کړي، په کې څرګندېږي چې د کليو پراختيا او بيارغونې وزارت د يادې پروژې قرارداد د يادو شويو سيمو پر ځای د نورو سيمو له انکشافي شوراګانو سره کړی دی.

د معلوماتو له مخې، د دغو پنځو انکشافي شوراګانو له ډلې کوزه ابوخانه، سترسواکي او ټل وال د هغو سيمو درې شوراګانې دي چې د پروژې د تطبيق له ځای څخه څو کيلومتره لرې موقعيت لري.

د سليم جان کوز کلي انکشافي شورا د هارون خېلو پرځای د قدمو، صادق، لنډر او د قدمو کوز کلي شورا سره د قدمو، صادقو او لنډرو پرځای د کوټکيو سيمې قراردادونه لاسليک شوي دي.

پژواک ته د رسېدلو معلوماتو له مخې، د دغو قراردادونو له لارې د يادو انکشافي شوراګانو له ډلې څلورو هغو ته يې د کوزې ابوخانې انکشافي شورا بانکي حساب ته (۲۸۵۹۲۶۱۸)، سترسواکي انکشافي شورا ته (۲۵۱۵۲۰۷۹)، ټل وال انکشافي شورا ته (۲۵۳۲۸۶۲۵) او د سليم جان کوز کلي شورا بانکي حساب ته (۲۸۸۲۰۱۷۵) افغانۍ چې ټولټال (۱۰۷۸۹۳۴۹۷) يو سلو اووه ميليونه، اته سوه درې نوي زره، څلور سوه اووه نوي افغانۍ سر له اوسه د افغانستان بانک او د عزيزي بانک له لارې لېږل شوې دي.

يادې پيسې د ۴۷۲۲ مترو په اندازه د استنادي دېوال د جوړولو په موخه يادو شوراګانو ته لېږل شوي او د قدمو د کوز کلي په نوم پنځمې انکشافي شورا سره تردې مهاله قرارداد نه دی شوی.

د سترسواکي کلي د انکشافي شورا مشر ياراني پژواک ته وويل چې نږدې شپږ مياشتې وړاندې له دوی څخه د کليو پراختيا او بيارغونې وزارت يو تن کمېشن کار چې نوم يې وانخيست، په چل او فريب تذکرې او مُهرونه واخيستل.

نوموړي وويل، د سترسواکي د انکشافي شورا په قرارداد چې کومې د ګوتو نښې لګول شوې دي، هغه هم د دوی نه دي او د دوی په غياب کې يې د بل چا د ګوتو نښې لګولې دي.

دی زياتوي:” دغه کمېشن کار ورته ويلي و چې تاسو ته به په خپله سيمه کې د استنادي دېوال پروژه تطبيقېږي، خو چې وروسته پوه شول داسې نه وه، بلکې د پروژې اصلي ځای د دوی له سيمې نه څو کيلومتره لرې و.”

د کوزې ابوخانې انکشافي مشر عيسی خان هم پژواک ته وويل، له دوی څخه په دې موخه تذکرې او مُهرونه اخيستل شوي چې په سيمه کې يې استنادي دېوال جوړېږي، خو اصلاً داسې نه وه.

هغه زياته کړه: ” زموږ د شورا بانکي حساب ته څه د پاسه ۲۸ ميليونه افغانۍ انتقال شوي او په دې تړاو ترسره شوي قرارداد باندې لګول شوي مُهرونه، د ګوتو نښانونه او نور هر څه د دوی په غياب کې ترسره شوي دي.”

د ١٣،٥ کيلومتره په اندازه د ياد استنادي دېوال د پروژې تطبيق لپاره د خوست د کليو پراختيا او بيارغونې رياست د ولسوالۍ انکشافي شورا ته يو استعلام لېږل شوی، د کليو په کچه د پنځو انکشافي شوراګانو چې دا پروژه په کې پلې شي، غوښتنه شوې ده.

خو د ولسوالۍ انکشافي شورا ورته د استعلام په ځواب کې چې د کليو پراختيا او بيارغونې رياست له خوا د ۱۳/۳/۱۳۹۹ نېټه تصديق شوی، د کوزې ابوخانې، سترسواکي، ټل وال، سليم جان کوز کلي او د قدمو کوز کلي انکشافي شورا معرفي کړي چې د پروژې د تطبيق له ځای سره سمون نه خوري.

د پژواک د معلوماتو له مخې، دا استعلام هم د کليو پراختيا او بيارغونې رياست او د عليشېرو ولسوالۍ انکشافي شورا ترمنځ  (District Development Assembly) د يوه کمېشن کار چې نه د اړوند رياست مامور او نه هم بله حکومتي دنده لري، تبادله شوی دی.

د عليشېرو ولسوالۍ د انکشافي شورا مشر جان خان هم له پژواک سره خبرو کې ومنله چې دا هر څه يې د همدغه کس په لارښوونه کړي او د اړونده رياست له خوا ورته په لېږل شوي استعلام کې د پروژې د تطبيق اصلي ځای يادونه نه ده شوې.

د نعيم جان په نوم د قدمو سيمې د يوې انکشافي شورا مشر پژواک ته وويل، چې دوی په خپله سيمه کې اووه انکشافي شوراګانې لري، خو يوه يې هم په دې نه ده خبره چې دا کار چا او څرنګه ترسره کړی دی.

هغه وويل، ترهغه به د يادې پروژې د کار پيل ته اجازه ورنه کړي، څو اړوند حکومتي چارواکو خلکو ته په دې اړه وضاحت نه وي ورکړی.

دی وايي: ” ځمکې مو خپلې دي، شوراګانې مو خپلې دي، کار مو خپل دی، استنادي دېوال هم زموږ ځای کې جوړېږي، بيا هغې انکشافي شورا ته څرنګه اجازه ورکړم چې پنځلس کيلومتره زموږ ساحې څخه لرې ده. غوښتنه مو دا ده چې مستحقو شوراګانو ته بايد خپل حق ورسېږي.”

ورته مهال د هارون خېلو سيمې د يوې انکشافي شورا غړی فيض الله خان هم وايي چې دوی شپږ شوراګانې لري، خو د استنادي دېوال هغه برخه چې د دوی په سيمه کې بايد جوړه شي، قرارداد يې د سترسواکي له انکشافي شورا سره چې د دوی له سيمې سره هيڅ تړاو نه لري، شوی دی.

هغه زياته کړه: ” کليو پراختيا رياست ته ورغلي يو، وزارت ته لس وارې تللي يو، خو څوک راته غوږ نه نيسي. کليو پراختيا وزارت کې ښکاره فساد موجود دی. ترهغه پورې چې موږ ته خپل حق نه وي راکړل شوی، چا ته د کار اجازه نه ورکوو.”

بله خوا د خوست د کليو پراختيا او بيارغونې رييس عاشق الله اخلاص يار بيا پژواک سره خبرو کې له يادو انکشافي شوراګانو سره شوي قراردادونه ومنل، خو وايي چې دا کار يې د محلي حکومتوالۍ د پياوړتيا او د قومونو او خلکو ترمنځ د اړيکو غښتلي کېدو په موخه کړی او دا خبره ردوي چې ګوندې دا اسناد دې جعلي وي.

هغه زياته کړه، تردې دمه د يوې شورا بانکي حساب ته د قرارداد له مخې د استنادي ديوال د دوو برخو شاوخوا دېرش ميليونه افغانۍ د افغانستان بانک ولايتي څانګې ته انتقال شوې دي.

خو پژواک ته د رسېدلو اسنادو له مخې، د څلورو شوراګانو بانکي حسابونو ته د ۴۷۲۲ متره استنادي ديوال د جوړېدو لګښت پيسې لېږل شوې چې څه د پاسه ۱۰۷ ميليونه افغانۍ کيږي.

اخلاص يار وايي:” هغه اسناد چې موږ ته راغلي دي، که په دې کې څوک ملاحظه لري او يا اسناد جعلي وي کولی شي موږ سره ملاحظات شريک کړي، عريضه راوړي چې دا اسناد جعلي دي، موږ د هغو اسنادو باندې اجرات کوو، د هغوی عريضو باندې اجرات کوو، خو تراوسه په دې ارتباط موږ ته هيچا مراجعه نه ده کړې.”

خو د هارون خېلو سيمې د يوې انکشافي شورا غړی فيض الله خان وايي، چې څو ځلې د کليو پراختيا رياست ته ورغلي خو څوک ورته غوږ نه نيسي.

د کليو پراختيا رييس وايي، چې که د سيمې خلک دا ټولنيزه ستونزه په خپل منځ کې حل نه کړي او د راتلونکې يوې نيمې مياشتې په جريان کې د پروژې کار پيل نه شي، بوديجه نوي مالي کال ته وړي، چې بيا به هر څه له سره کېږي.

هغه زياته کړه: ” پيسې له دغه ځای څخه مستردېږي، ولې له دې اکاونټ نه دويم اکاونټ ته موږ په قانوني ډول پيسې نه شو ورکولی. که د دې لپاره قانوني د حل لار وي موږ له خلکو سره خبرې کړي، ولې قانوني د حل لار نشته. موږ دا نه شو کولی چې له يو رسمي اکاونټ څخه بل غير رسمي اکاونټ ته پيسې انتقال کړو، ولې داسې کولی شو چې دا قرارداد فسخه شي او د هغه لپاره بل قرارداد ترسره شي.”

ورته مهال د کليو پراختيا او بيارغونې وزارت وياند فريدون آژند پژواک سره‌ په خبرو کې د استنادي ديوال په دغه پروژه کې د‌ فساد او جعل کارۍ خبره نه مني، خو زياتوي چې د پروژې د تطبيق پر وړاندې د انکشافي شوراګانو ترمنځ يو لړ ټولنيزې ستونزې وجود لري.

هغه زياته کړه، د همدې ستونزو له امله دا پروژه د روان ۱۳۹۹ مالي کال لپاره فسخه شوه او ښايي راتلونکي کال کې تدارکاتو ته ولېږدول شي او له هغې لارې سرته ورسیږي، ځکه چې په وينا يې انکشافي شوراګانې يې د تطبيق ظرفيت نه لري.

آژند وايي: ” بلې موږ انکشافي شوراګانو ته پيسې ولېږلې، ولې دا چې پروړاندې يې ستونزې وې، پيسې بېرته د شوراګانو په بانکي حسابونو کې منجمد شوې او يوې شورا هم ونه کړای شواى چې يوه پيسه هم له دغو پيسو وباسي او په دې کې هيڅ ډول فساد نه دی شوی. موږ په دې پروژه کې د کمېشن کار شتون هم ردوو، پروژه کاملاً مشخصه وه، دا چې شوراګانو ونه شوای کولای چې په خپل منځ کې جوړ راشي، نو د پلاوي له برسۍ سره سم دا پروژه فسخه شوه.”

Visits: 11

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.