ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

صالح: پر کابل پوهنتون د برید اصلي طراح ونیول شو

صالح: پر کابل پوهنتون د برید اصلي طراح ونیول شو

author avatar
14 Nov 2020 - 12:05
صالح: پر کابل پوهنتون د برید اصلي طراح ونیول شو
author avatar
14 Nov 2020 - 12:05

کابل (پژواک، ۲۴ لړم ۹۹): د ولسمشر لومړی مرستیال وایي، پر کابل پوهنتون د برید اصلي طراح چې د پنجشېر ولایت اوسېدونکی او د حقاني شبکې غړی دی، نیول شوی دی.

پر کابل پوهنتون د لړم د ۱۲مې نېټې د دوو وسله والو په برید کې ۲۲ کسان چې ډېری یې محصلین وو، ووژل شول او ۳۹ نور ټپیان شول.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح نن پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: «پر کابل پوهنتون د برید د طرحه کولو هسته مو ونیوه. لکه څنګه مو چې ویلي وو، داعش یو نوم دی. هغوی چې دغه کار یې کړی دی، څو هویته دي، حزب التحریر- طالب- داعش او ټول؛ یعنې هر مهال چې اړتیا وه، له یوه خاص عنوان او لقب نه یې کار اخیستی دی.»

هغه وایي، طرحه کوونکی عادل نومېږي او د محمدعارف زوی دی چې تر درېیم ټولګي یې د شرعیاتو پوهځنی هم لوستی او وروسته د حقاني شبکې د پخواني غړي ثناءالله په وسیله جذب شوی دی.

صالح لیکلي: «هغه وایي، ورته وویل شول، داسې کار دې وشي چې دغه حکومت تر فشار لاندې راشي، بدنام شي او د خلکو په ذهن کې ضعیف او ناکاره ښکاره شي، وویل شول چې دغه کارونه پر نظامي اهدافو له عملیاتو سره امکان نه لري. عادل په اصل کې د پنجشېر ولایت دی او کورنۍ یې په څرخي پله کې اوسېږي.»

د ولسمشرۍ د لومړي مرستیا په وینا، د برید د طراح د اسېدو سیمې خلک وایي چې درې کاله کېږي هغه ورک و او اوازه وه چې د جګړې او تعلیماتو لپاره بهر ته تللی دی.

د دغه پیغام په بله برخه کې راغلي: «عادل نومی وایي، وسله یې په خوست ولایت کې له حقاني شبکې ترلاسه کړې او سپارښتنه د ثناءالله له خوا ورکول کېده.»

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په دغه برید کې لاس لرل رد کړي دي. یو ځل په داعش پورې د تړلي ادرس له خوا د دغه برید مسوولیت پر غاړه واخیستل شو، خو وروسته داعش هم در کړ.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.