ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په فراه کې څلور سرحدي پوليس او درې طالبان وژل شوي

په فراه کې څلور سرحدي پوليس او درې طالبان وژل شوي

author avatar
14 Nov 2020 - 14:08
په فراه کې څلور سرحدي پوليس او درې طالبان وژل شوي
author avatar
14 Nov 2020 - 14:08

فراه(پژواک، ۲۴ لړم۹۹):د فراه ولايت په ابونصر فراهي بندر کې د نښتې له امله څلور سرحدي پوليس او درې وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د فراه د امنيه قوماندانۍ وياند محب الله محب پژواک اژانس ته وويل چې سرحدي پوليس تېره ورځ مازيګر د ابونصر فراهي بندر کې د ګزمې پرمهال د وسله والو له کمين سره مخ شول.

نوموړي وويل چې په دې نښته کې څلور امنيتي سرتېري او درې طالبان وژل شوي دي.

د صادق په نوم يوتن وويل چې د تره زوى يې په يادو څلورو وژل شويو پوليسو کې شامل دى.

د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

 د شیخ ابونصر فراهي بندر د هېواد په لوېديځ کې واقع دى چې له ايران سره سرحد لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.