ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت: طالبانو په تېرو ٢٥ ورځو کې ٤٢٣ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

حکومت: طالبانو په تېرو ٢٥ ورځو کې ٤٢٣ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

author avatar
15 Nov 2020 - 16:55
حکومت: طالبانو په تېرو ٢٥ ورځو کې ٤٢٣ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې
author avatar
15 Nov 2020 - 16:55

کابل (پژواک، ٢٥ لړم ٩٩) : د کورنيو چارو وزارت وايي چې د وسله والو طالبانو په وروستيو بريدونو کې ١٣٤ ملکي وګړي وژل شوي او ٢٨٩ نور ټپيان شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين د لړم په ٢٥مه، په کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې د وسله والو طالبانو له خوا ملکي وګړو ته دا مرګ ژوبله په تېرو ٢٥ ورځو کې اوښتې ده.

هغه زياته کړه، چې وسله والو طالبانو په دغه موده کې د هېواد په بېلا بېلو ولايتونو کې تر ٢٠٠ ډېرې چاودنې او ١٥ ځانمرګي بريدونه ترسره کړي دي.

ارين وويل چې د وسله والو طالبانو په دغو بريدونو او چاودنو کې د دولتي سرتېرو ترڅنګ ملکي وګړو ته هم ياده مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کورنيو چارو وزارت وياند وايي چې په ياده موده کې د دولتي ځواکونو له خوا په بېلا بېلو ولايتونو کې د ځمکنيو او هوايي عملياتو پرمهال لسګونو وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو تر دې مخکې د ملکي تلفاتو په اړه د دولت ادعاوې رد کړې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.