ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سناتوران: کابل ته د عمران خان سفر ښايي مثبتې پایلې ونه لري

سناتوران: کابل ته د عمران خان سفر ښايي مثبتې پایلې ونه لري

author avatar
15 Nov 2020 - 16:45
سناتوران: کابل ته د عمران خان سفر ښايي مثبتې پایلې ونه لري
author avatar
15 Nov 2020 - 16:45

کابل (پژواک، ۲۵ لړم ۹۹): د مشرانو جرګې یو شمېرغړي په هېواد کې د امنیتي وضعیت په اړه د شکایت ترڅنګ، افغانستان ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د سفر د مثبتو پایلو په اړه خوښ نه دي او ټینګار کوي چې پاکستان باید د افغان حکومت د وسله والو مخالفینو له ملاتړه لاس واخلي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان روانه اوونۍ د افغان حکومت په رسمي بلنه کابل ته راشي.

په مشرانو جرګه کې د کاپیسا د خلکو استازي محی الدین منصف د دې جرګې په نننۍ ناسته کې افغانستان ته د عمران خان سفر ته په اشارې وویل چې د افغانستان حکومتي چارواکو په تېر کې پاکستان او پاکستاني چارواکو افغانستان ته سفرونه درلودل،  خو د افغانستان پر وضعیت یې مثبت اغېز نه درلود او د افغان حکومت د وسله والو مخالفینو ملاتړ لا هم د پاکستان له خوا ترسره کېږي.

هغه زیاته کړه: «هیله لرو څو پاکستان د افغانستان په اړه پر خپله تګلاره له سره غور وکړي، او د دولت پر وسله والو مخالفینو فشار راوړي څو د سولې له بهیر سره یو ځای شي.»

د هغه په ​​وینا، پاکستان یو اسلامي او د افغانستان ګاونډی هېواد دی او په افغانستان کې د امنیت ټینګښت په هغه هېواد کې هم د امنیت سبب کېږي او د امنیت د ټینګښت په صورت کې به د دواړو هېوادونو اقتصاد وده وکړي.

د جرګې یو شمېر نورو غړو هم ورته څرګندونې درلودې او د پاکستان له حکومت یې غوښتي چې د افغانستان په اړه پر خپله پالیسۍ له سره غور وکړي.

د مشرانو جرګې لومړي نایب محمد عالم ایزدیار چې د جرګې د نن ورځې د ناستې مشري یې کوله، هم افغانستان ته د عمران خان د سفر په اړه وویل: «موږ د تګ او راتګ څو کلنه تجربه لرو، خو له بده مرغه د افغانستان پر وضعیت یې مثبت اغېز نه دلود، هیله لرو چې دا ځل د پاکستان حکومت د افغانستان په اړه لازم صداقت ولري او پر طالبانو لازم فشار راوړي.»

هغه زیاته کړه: «د پاکستان د حکومت له پرله پسې سفرونو او ژمنو سربېره، په افغانستان کې جګړه توده شوې او د دغه هېواد د وسله والو مخالفو ډلو له تمویله یې لا هم لاس نه دی اخیستی.»

هغه د عمران خان سفر ته په اشارې وویل: «هیله لرو چې د افغانستان د حکومت رهبري له پاکستاني چارواکو سره په صراحت خبرې وکړي او ټول مسایل د مېز پر سر واچول شي او هغه څه چې پاکستان یې غواړي، باید روښانه وي.»

ایزدیار هم د افغانستان په اړه د پاکستان پر سیاست د بیاکتنې غوښتنه وکړه او ویې ویل، تر هغه چې پاکستان د افغان حکومت د مخالفینو له ملاتړ او تمویله لاس وا نه خلي، د افغانستان وضعیت به بدل نه شي.

د ایزدیار په وینا، د تاوتریخوالي دوام په داسې حال کې چې په دوحه کې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې هم پیل شوې، د اندېښنې وړ وباله او ویې ویل چې دغو تاوتریخوالو د خلکو د سولې هیلې پر ناهیلیو اړولې دي.

هغه وایي: «د افغانستان حکومت باید په دې اړه پرېکړه وکړي؛ ځکه دوې میاشتې کېږي چې د مذاکراتو اجنډا ټاکل شوې او د راپورونو له مخې، د طالبانو پلاوی نه غواړي چې د افغانستان د حکومت له پلاوي سره خبرې وکړي.»

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.