جلال اباد (پژواک،۲۵ لړم ۹۹): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د ملي امنیت منسوبینوپه ننګرهار کې د انسان تښتونکو د بانډ هغه مشرنيولى چې په لسګونو اختطافونو کې په لاس لرلو تورن دی.
ځايي مسوولين وايي چې دغه انسان تښتوونکى تر دې وړاندې هم دوه ځلې امنيتي ځواکونو نيولی و او قيد يې هم تېری کړی، خو د هر ځل په خلاصېدو سره يې بيا خپل فعاليت پيل کړی دی.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د لړم په ۲۵مه پژواک ته وويل، د ملي امنيت منسوبينو د يوه ځانګړي پلان له مخې د وسله والو غلو او انسان تښتونې ډلې يو مشهور مشر اسلم خان نيولی دی.
هغه زياته کړه، اسلم په لسګونو اختطافونو تورن دی چې د سوداګرو او نورو ډېرو خلکو د کورنۍ غړي او خپله سوداګر يې تښتول او وروسته به يې ترې پيسې اخيستې.
دی وايي، د انسان تښتونې د ډلې دا مشر اوس مهال د ملي امنيت رياست کې تر پلټنو لاندې دی او د نورو اجرااتو په موخه به عدليي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.
خوږياڼی وايي، که خلک همداسې له امنيتي ځواکونو سره همکاري وکړي نو د امنیتي ځواکونو له منګولو به هیڅ مجرم خوندي پاتې نه شي.
د يو بل خبر له مخې، د ملي امنيت ځواکونو جلال اباد ښار کې يو موټربم نيولی چې ۲۶ بورۍ چاودېدونکي توکي په کې بار و.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک ته وويل، یاد موټربم د جلال اباد په نهمه ناحیه کې کشف شوی او له دې موټر څخه د ۲۵ بوریو چاودېدونکو توکو سربېره؛ د پيکا زر فيره مرمۍ، د زیکویک دوه سوه مرمۍ، د کلاشینکوف څه باندې پنځه سوه مرمۍ او د ماین پنځه عدده کنټرول ریموټونه کشف شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن