ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د یوې روغتیایي موسسې له دفتره لوی جنراتور ورک شوی

کابل کې د یوې روغتیایي موسسې له دفتره لوی جنراتور ورک شوی

author avatar
15 Nov 2020 - 14:23
کابل کې د یوې روغتیایي موسسې له دفتره لوی جنراتور ورک شوی
author avatar
15 Nov 2020 - 14:23

کابل (پژواک، ۲۵ لړم ۹۹): د ابن سینا افغانستان موسسې، یو لوی جنراتور ورک شوی او د پولیسو لومړنۍ موندنې ښیي چې په دغه قضیه کې د یادې موسسې او احمدشاه بابا روغتون ځینې کسان لاس لري.   

 د ابن سینا افغانستان خصوصي موسسه د کابل په احمدشاه بابا مېنه کې په یوه ودانۍ کې فعالیت کوي. د دغې ودانۍ په یوه برخه کې د احمدشاه بابا دولتي روغتون هم فعالیت کوي.

یاده موسسه له ١٣٧٥ کال راهيسې د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې روغتيايي مرکزونه لري او د ډاکټرانو د علمي کچې لوړولو لپاره هم پروګرامونه لري.

د دغې موسسې مشر ډاکټر انورالحق جبارخېل پژواک خبري اژانس ته وویل چې په احمدشاه بابا مېنه کې د یادې موسسې له مرکزي دفتر څخه یو جنراتور شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې غلا شوی دی.

دی وايي:"ورک شوی جنراتور یو غټ استعمال شوی جنراتور و چې افغانستان کې د بې پولې ډاکټرانو ټولنې (ام اس اف) له خوا دغې موسسې ته ورکړل شوی و."

پژواک د جنراتور د ظرفیت په اړه له هغه وپوښتل خو نوموړي یې په اړه جزئیات ور نه کړل.

دی د دغه جنراتور غلا یو پلان شوی کار بولي او زیاتوي چې د موسسې د ودانۍ تهکاوي او لومړی پوړ د احمدشاه بابا دولتي روغتون په واک کې دي او د یادې ټولې ودانۍ امنیت یې هم د دغه روغتون پر غاړه دی.

خو د احمدشاه بابا روغتون مشر عبدالستار حنانزى وایي چې ورک شوی جنراتور د احمدشاه بابا روغتون پورې اړه نه لري.

دی وايي:"ورک شوی جنراتور د ابن سینا افغانستان موسسې جنراتور دی؛ موږ پورې ځکه تړاو نه لري چې هغه د دغې موسسې ملکیت دی او مسوولیت یې هم د موسسې په غاړه دی."

د ده په وینا، د احمدشاه بابا روغتون ته د یادې موسسې په ودانۍ کې یوازې تهکاوي او لومړی پوړ له عامې روغتیا وزارت سره په همغږۍ ور کړل شوي او دغه روغتون د موسسې د توکو او ځای د ساتنې مسوولیت نه لري.

د کابل ښار دوولسمې امنیتي حوزې امر  څارمن اجمل احمدزی وایي، د یادې قضیې په اړه د پولیسو پلټنې روانې دي او لومړنۍ موندنې یې ښيي چې د احمدشاه بابا روغتون او ابن سینا موسسې ځینې کارکوونکي په دې قضیه کې ښکېل دي.

هغه د جزییاتو له ورکولو پرته زیاته کړه چې په دغه قضیه کې له ښکېلو کسانو سره یې اړیکې نیولي، خو نه دي حاضر شوي او پولیس به یې ژر د نیولو په اړه پرېکړه وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.