ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د حکومت او زیمنس انرژي کمپنۍ ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

د حکومت او زیمنس انرژي کمپنۍ ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

author avatar
16 Nov 2020 - 18:50
د حکومت او زیمنس انرژي کمپنۍ ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو
author avatar
16 Nov 2020 - 18:50

کابل (پژواک، ٢٦ لړم ٩٩): د مالیې وزارت، د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې او د افغانستان برېښنا شرکت  او زیمنس انرژي کمپنۍ ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.

دغه تړون نن په ارګ کې د ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې لاسليک شو.

د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د پانګونې د اسانتیا واحد رئیس عطاالله نصیب وويل چې د دغه تفاهم لیک عمده موخې د جیو ستراتیژیک او د انرژي د ټرانزیټ د بستر په توګه نویو عایداتي منابعو ته د افغانستان لاسرسی، د داخلي انرژي منابعو او د هېواد صنعتي کولو کې د افغانانو بشري ظرفیتونو څخه ګټه اخیستل او په افغانستان کې د انرژۍ د نوي، عصري، چټک، پایدار او ګټور سیستم ایجاد دی.

نوموړي وویل، دا مهال په افغانستان کې ۲۸ سلنه خلک برېښنا ته لاسرسی لري او په ۲۰۳۲ کال کې به دا سلنه ۶۵ ته لوړه شي. هغه د برېښنا د تولید او انتقال په برخه کې د افغانستان د ظرفیت یادونه او په دغه ظرفیت د زیمنس انرژي کمپنۍ د باور قدرداني وکړه او ويې ویل، زیمنس د انرژي کمپنۍ سره د تفاهم لیک له لاسلیک وروسته به دوامداره همکاري ولري.

ورپسې د مالیې وزارت مرستیال حبیب ځدراڼ، د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې رئیس خان محمد تکل او د افغانستان برېښنا شرکت استازي محمود قادري د زیمنس انرژي کمپنۍ اجرائیه رئیس ډایټمر سیرډارفر او مالي رئیس میکایل بوکر سره د همکارۍ تفاهم لیک، لاسلیک کړ.

 وروسته د زیمنس انرژي کمپنۍ عمومي رئیس ډاکتر کریسټن بروک چې د ویډیو کنفرانس له لارې تالار ته وصل و، وویل: ((ما غوښتل چې نږدې راشم، خو د کرونا له امله مې ونه شو کولای. د دغه تفاهم لیک د لاسلیک او پر زیمنس د انرژي کمپنۍ ستاسو له باور څخه مننه،خوښ یم چې په دې برخه کې مو نن یو ګام واخیست او موږ ټول به په راتلونکي کې د انرژۍ په برخه کې له افغانستان سره له نږدې او ګډ کار وکړو.))

ولسمشر غني دغو مراسمو ته په وینا کې وویل چې انرژي یوازې زیربنا نه، بلکې د ټولو پرمختګونو او انساني پانګونو لپاره مهمه ده.

هغه څرګنده کړه، انرژي یوازې د زیربنا، زیربنا نه، بلکې د انساني، اجتماعي او ټولو پانګو او مالي بنسټونو د انکشاف او پرمختګ لپاره بستر دی.

ده وويل: ((موږ به افغانستان جوړ او خپلو هېوادوالو ته د کورونو، دفترونو، محصولاتو، تولیداتو، کرنې، صنعت او خدماتو په  برخوکې باوري او دایمي برېښنابرابره کړو.))

ولسمشر د برېښنا په برخه کې د افغانستان ضایعاتو ته په اشارې وویل، د زیمنس له تجربو څخه په استفادې به په دې برخه کې د شته ضایعاتو کچه راکمه شي.

هغه زیاته کړه، افغانستان د خپل ستراتېژیک موقعت او د انرژي د تولید او  انتقال د لوړ ظرفیت له لارې د جنوبي اسیا اړتیاوې پوره کولای شي.

غني د انرژي په برخه کې د زیمنس د انرژي کمپنۍ پر رول خوښي څرګنده کړه او ويې ویل: ((د زیمنس په رول خوښ یوو چې د سیمې په کچه د اسانچاري رول ادا کړي او د مرکزي اسیا برېښنا ته لاسرسی لا اسانه کړي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.