ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات چاودنه کې د اورګاډي پټلۍ اووه ساتونکي ټپيان شوي

د هرات چاودنه کې د اورګاډي پټلۍ اووه ساتونکي ټپيان شوي

author avatar
16 Nov 2020 - 14:37
د هرات چاودنه کې د اورګاډي پټلۍ اووه ساتونکي ټپيان شوي
author avatar
16 Nov 2020 - 14:37

هرات ښار  (پژواک، ٢٦ لړم ٩٩): د هرات – اسلام کلا پر لويه لاره د يوې چاودنې له امله د اورګاډي پټلۍ اووه تنه ساتونکي ټپيان شوي دي.

د هرات  د والي وياند جيلاني فرهاد د لړم په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن تر غرمې مخکې د عامه ساتې د ملي تصدۍ د ساتونکو پر رنجر موټر شوې ده.

هغه زياته کړه، چې په دې چاودنه کې اووه ساتونکي ټپيان شوي چې نږدې روغتون ته وړل شوي، خو د هغوى د روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل.

فرهاد وويل، چې په ياده سيمه کې يو بل ماين هم کشف او شنډ کړل شوى دى.

بلخوا د عامه ساتنې ملي تصدۍ وياند ضياء ودان بيا وايي چې د دوى پر ساتونکو هلته دوه چاودنې شوې دي.

هغه پژواک ته وويل، چې په دې چاودنو کې يې اووه ساتونکي ټپيان شوي چې اوسمهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

ودان د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله.

ده زياته کړه:(( زموږ ساتونکي ملي پروژې او عامه شتمنۍ ساتي، بايد پرې څوک غرض ونه لري.)

هغه وايي، د محافظت عامې پرسونل باندې بريد د افغانستان له اوبو، لاجوردو او خلکو سره د مستقيمې او سختې دښمنۍ په مانا دی.

د يادونې ده، چې د هرات او ايران ترمنځ د اورګاډي پټلۍ يوه برخه جوړه شوې او پر نورو برخو يې کار روان دى.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.