ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه کې د جګړې له امله زیانمنې شوې مېرمنې سوله غواړي

فراه کې د جګړې له امله زیانمنې شوې مېرمنې سوله غواړي

author avatar
16 Nov 2020 - 15:38
فراه کې د جګړې له امله زیانمنې شوې مېرمنې سوله غواړي
author avatar
16 Nov 2020 - 15:38

فراه ښار (پژواک، ٢٦ لړم ٩٩): د فراه ولايت د مرکز او ولسواليو يو شمېر ښځې په جګړې کې له ښکېلو اړخونو سوله غواړي او وايي چې نور بايد د دوى وينې او اوښکې تويې نه شي.

د دغه ولايت له خوا د لړم په ٢٦مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ولسي ملاتړبرنامې په نوښت د فراه ولایت مرکز او لسو ولسوالیو یوسلو درې پنځوس تنو جګړه ځپلو کورنیوـ مېرمنو ته د سولې په روان بهیر کې د ښځو ونډه او د دوی اقتصادي حقوق ترسرليک لاندې دوه ورځنی ورکشاپ او رسنیز کنفرانس پیل شو.

د دغه ورکشاپ یوتن روزونکي خوشحال نوري وویل چې د ورکشاپ موخه یې د سولې په روان بهیر کې د ښځو د ونډې څرنګوالی، د سولې له پروسې د ښځو غوښتنې، د سولې له روان بهیره د ښځو اندېښنې او په سوداګریزو، تعلیمي او تحصیلي برخو کې د ښځو ظرفیت لوړول وو.

د نوموړي په وینا، ددې ورکشاپ  د ګروپي او انفرادي کار پایلې او نظریات به د سیمه ییزو ارګانونو له مشرتابه سره شریک کړي.

د فراه والي ستر جنرال تاج محمد جاهد ياد ورکشاپ ته وویل، افغان مېرمنې د اسلام، نافذه قوانینو او ملي دودونو په چوکاټ کې حقوق غواړي.

هغه زياته کړه: " اسلام ښځو ته د کار او زده کړو ازادي ورکړې او دا دافغان مېرمنو مسلم حق دی".

ددې ولايت له پرچمن ولسوالۍ څخه راغلې یوې ګډونوالې مېرمن شګفته ارین وویل:"جګړه له موږ خاوندان او د زړه ټوټې اخلي، زه په ښکېلو خواوو غږ کوم چې د خدای لپاره زموږ وینې او اوښکې نور مه تویوئ!"

د پشت کوه ولسوالۍ اوسېدونکې مېرمنی نفیسې رحماني له وسله والو غوښتنه وکړه چې د افغان مېرمنو حقونو ته دې درناوی وکړي.

نوموړې دافغان دولت د سولې په لېږلي پلاوي کې پر ښځینه غړو غږ وکړ چې د دوی د کار،روغتیا، تحصیل او له ارزښتونو څخه دې کلکه ننګه وکړي.

د یادونې ده چې د سیمه ییزو ارګانونوخپلواکې ادارې د ولسي ملاتړ برنامې له لوري د هېواد په نهو ولایتونو کې د جګړې له امله د زيانمنو مېرمنو د ویښتیا د ورکشاپونو او کنفرانسونو دغه لړۍ پیل شوې ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.