ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ميرزکوال: خلک بايد د روانې جګړې خلاف خپل غږ پورته کړي

ميرزکوال: خلک بايد د روانې جګړې خلاف خپل غږ پورته کړي

author avatar
16 Nov 2020 - 12:17
ميرزکوال: خلک بايد د روانې جګړې خلاف خپل غږ پورته کړي
author avatar
16 Nov 2020 - 12:17

کندوز (پژواک، ٢٦ لړم ٩٩): د کندوز والي له خلکو غوښتنه وکړه چې په هېواد کې د روانې جګړې پر خلاف خپل غږ پورته کړي او زياتوي چې د امنيت د ټېنګښت په موخه حاضر دى په همدغه ولايت کې له طالبانو سره د سولې مذاکرات پيل کړي.

دغه څرګندونې د کندوز والي عبدالستار ميرزکوال چهاردرې ولسوالۍ ته د سفر پرمهال د دې ولسوالۍ له قومي مشرانو او اوسېدونکو سره په ګډه غونده کې وکړې.

د غونډې په پيل کې چهاردرې ولسوالۍ يو تن قومي مشر ارباب امين الله وويل چې خلک په ټول توان سره د حکومت ملاتړ کوي، خو په پراختیایي، روغتيايي، تعلیمي، بیارغونه او نورو برخو کې ستونزې لري.

ده ويل: ((موږ حاضر يو د پروژو له چارو څخه هم جدي څارنه وکړو، خو مشکلات ډېر دي او پروژې نشته دي.))

يو شمېر نورو کسانو هم ورته څرګندونې وکړې.

وروسته د کندوز والي عبدالستار میرزکوال وویل، افغان حکومت ژمن دی چې ټولو سیمو ته متوازن انکشاف ورسوي.

والي د چهاردرې له مشرانو غوښتنه وکړه چې باید ټول په ګډه د خپل نظام ملاتړ وکړي او د نننۍ ناروا جګړې خلاف خپل غږ پورته کړي.

میرزکوال وويل: ((په کندوز کې د امنیت د ټینګښت او په دغه ولایت کې د اوربند لپاره هر چېرته چې وسله وال طالبان وغواړي زه ورسره مذاکرات پیلوم، ترڅو نور هېڅ ماشوم یتیم او هېڅ میرمن کونډه او هېڅ مور بوره نه شي.))

میرزکوال د چهادرې خلکو ته ډاډ ورکړ چې د ولایت د رهبرۍ تلاش دادی چې په امنیتي، انکشافي، صحي، تعلیمي، پراختیایې او کرنې برخو کې دې ولسوالۍ ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د يادونې ده چې په تېرو څو کلونو کې دا لومړى ځل دى چې د کندوز ولايت لومړۍ درجه چارواکي چهاردرې ولسوالۍ ته سفر کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.