کابل(پژواک،۲۹ لړم۹۹): ولسمشر غني وايي، د افغانستان او پاکستان لپاره د تاوتریخوالي زیاتوالی د منلو وړ نه دی او د طالبانو تاوتریخوالی باید پای ته ورسېږي، ځکه د ستونزو یوازینۍ حل لاره سیاسي تګلاره ده.
له ولسمشرۍ ماڼې څخه پژواک ته د لړم په ۲۹مه رسېدلې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني او د پاکستان لومړي وزیر عمران خان نن ماسپښین د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.
یادې خبرپاڼې د ولسمشر غني له قوله لیکلي چې د دواړو هېوادونو خلک له ترورېزم او بېوزلۍ څخه زیات زیانمن شوي او له یو بل سره د بدلون لپاره کار کولی شي.
دی وايي:"موږ باید د سیاسي او اقتصادي پراختیا ستر لیدلوری ولرو او ګواښونو ته په پام، فرصتونه له لاسه ور نه کړو، په افغانستان کې سوله او ثبات به د پاکستان د اقتصادي پیاوړتیا لامل شي."
هغه زیاته کړه چې افغانستان او پاکستان باید د سوداګریزو او ترانزیټي همکاریو پراختیا پر اساس د یو ستراتېژیک لیدلوري په پیاوړتیا کار وکړي.
د نوموړي په وینا، دواړه لوري باید د سوداګرۍ پر پراختیا او د اقتصادي او ترانزیټي همکاریو پر اساس د ستراتېژیک لیدلوري په پیاوړتیا کار وکړي.
په دغه کتنه کې د پاکستان لومړي وزیر وویل چې په افغانستان کې سوله او ثبات د دواړو هېوادونو په ګټه دی او روان تاوتریخوالی د منلو نه دی، ځکه له تاوتریخوالي پاکستان هم اغېزمنېږي.
دی وايي:"موږ غواړو مثبت رول ولوبو او د داسې شرایطو غوښتونکي یوو چې په کې د دواړو هېوادونو په اړیکو کې ناوړه شک موجود نه وي او موږ خپله وروستۍ هڅه کوو چې تاوتریخوالی کم شي. زموږ هېواد هم له جنګ څخه ډېر زیان لیدلی دی، د سیمې د وضعیت لپاره غوره ده چې په افغانستان کې سوله او ثبات رامنځته شي."
هغه زیاته کړه چې موږ د پاکستان او افغانستان لیدلوری د اقتصادي همکاریو پراختیا ده. د دواړو هېوادونو اړیکې باید په شفاف ډول پراخې شي، ګډې کمېټې د ایجاد په حال کې دي او د همکاریو د لازیاتې پیاوړتېا په اړه به کار وکړي.
عمران خان د خپلو خبرو په پای کې ولسمشر غني ته پاکستان ته د رسمي سفر بلنه ورکړه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن