ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ معترضين: پاکستان دې د افغانستان په اړه خپل سياست بدل کړي

د بلخ معترضين: پاکستان دې د افغانستان په اړه خپل سياست بدل کړي

author avatar
21 Nov 2020 - 11:07
د بلخ معترضين: پاکستان دې د افغانستان په اړه خپل سياست بدل کړي
author avatar
21 Nov 2020 - 11:07

مزارشريف (پژواک، د لېندۍ لومړۍ نېټه ۹۹): د بلخ سلګونه اوسېدونکو د يوې اعتراضي غونډې پر مهال له پاکستانه غوښتي چې د افغانستان پر وړاندې خپل خصمانه سياست بدل کړي.

دا غونډه چې پرون جوړه شوې وه، دوی دغه راز ويل چې ياد هېواد د افغانستان د سولې پر وړاندې لوی خنډ او د جګړې د دوام په لټه کې دی.

د بلخ فکري بنسټ مسوول ډاکټر غلام رسول ملکزي غونډې ته په خپلو خبرو کې وويل، د خوښۍ ځای دی چې خلک نور له جنګه ستړي دي.

هغه زياته کړه چې په افغانستان کې د جنګ ستر لامل دا دی چې پاکستان مداخله  کوي او د جګړې د دوام لپاره پلمې لټوي.

د ملکزي په خبره، اوس چې سوله کېږي، پاکستان غواړي چې په افغانستان کې قومي او مذهبي تشدد زيات کړي.

نوموړي زياته کړه چې کابل ته د پاکستان د لومړي وزير سفر ځکه بې ګټې دی چې هغوی دروغ وايي او د سولې لپاره صادقانه همکاري نه کوي.

د ملکزي په وينا، هر ځل چې پاکستاني پلاوي افغانستان ته سفر کړی؛ نو ورسره جګړه زياته شوې ده.

قومي مشر محمد وکيل متين غونډې ته په خپله وينا کې غوښتنه وکړه چې پاکستان بايد د افغانستان پر وړاندې خپل خصمانه سياستونه بدل کړي.

متين زياته کړه چې پاکستان په سيمه کې د ټولو شيطاني حرکتونو ملاتړی او حامي دی.

د هغه په خبره د پاکستان بنسټ په تروريزم اېښودل شوی دی او ياد هېواد لا هم د ترهګرۍ ملاتړ کوي.

نوموړي وويل: ((په نړۍ کې ۹۸ تروريستي حلقې شته چې ۲۲ يې افغانستان کې فعالې دي چې ډېرې يې د پاکستان له خوا حمايه کېږي.))

هغه زياته کړه چې د کابل پر پوهنتون حمله هم د پاکستان له خاورې تنظيم شوې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.