ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پومپيو په قطر کې د افغان دولت او طالبانو له مرکچي پلاوو سره ګوري

پومپيو په قطر کې د افغان دولت او طالبانو له مرکچي پلاوو سره ګوري

author avatar
21 Nov 2020 - 12:05
پومپيو په قطر کې د افغان دولت او طالبانو له مرکچي پلاوو سره ګوري
author avatar
21 Nov 2020 - 12:05

کابل (پژواک، د لېندۍ لومړۍ نېټه ٩٩): په داسې حال کې چې په قطر کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ پر يو لړ مسایلو د توافقاتو راپورونه ورکړل شوي، ټاکل شوې چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير په دوحه کې له يادو ډلو سره وګوري.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د اوو هېوادونو په سفر وتلی دى.

سرچينې زياته کړې چې پومپيو په دغه سفر کې اسرايل، جورجيا، فرانسې، ترکيې، متحده عربي اماراتو، قطر او سعودي عربستان ته ځي چې تر اوسه يې ځينو هېوادونو ته سفرونه هم کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، ټاکل شوې ده چې پومپيو قطر ته د سفر پر مهال د دغه هېواد له امير شيخ تميم بن حمد ال ثاني، د لومړي وزير له مرستيال او د بهرنيو چارو له وزير محمد عبدالرحمن الثاني سره وګوري او د دواړو هېوادونو پر اړيکو ورسره خبرې وکړي.

خو د فرانسې خبري اژانس (اى اېف پي) د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د ځينو سرچينو په حواله خبر ورکړى چې پومپيو به په دوحه کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او طالبانو له مذاکراتي ټيمونو سره هم د سولې پر وروستيو پرمختګونو خبرې وکړي.

پومپيو په داسې حال کې قطر ته سفر کوي چې له څو مياشتو ځنډ وروسته په قطر کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ په خبرو کې پرمختګونه شوي دي.

په قطر کې باوري سرچينو پژواک ته ويلي وو چې دواړو ټيمونو پر طرزالعمل موافقه کړې او ډېر ژر به پر اجنډا خبرې اترې پيل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.