• درى
  • English
  • پښتو

User login

To prevent automated spam submissions leave this field empty.
MENU
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • دولت او سياست
    • امنیت او جرمونه
    • سوداګري او اقتصاد
    • ښوونه او روزنه
    • روغتیا
    • کرنه
    • بیا رغونه
    • کډوال
    • پېښې
    • دین او کلتور
    • ټولنه
    • ښځې
    • نوښت او ټکنالوجي
    • چاپېريال ساتنه
    • لوبې
    • اطلاعات
  • له موږ سره اړیکه
  • ګډون
  • وېډیوګانې
  • عکسونه
  • زموږ په اړه
f t g y r

لټون

وروستي خبرونه

  • ترکيې په افغانستان کې پانګونې ته تیاری وښود
  • په سمنګانو کې د ثبات او همپالنې ټيم په پلوۍ سلګونو کسانو لاریون وکړ
  • يو شمېر سناتوران: "ای ايس ای" د ناکامورا په وژنه کې لاس لري
  • ډنمارک: د سولې تړون په اساس به افغانستان کې د خپلو سرتېرو په اړه پړېکړه وکړو
  • "د پکتيا په ځينو کانونو کې غیر قانوني کیندنې کېږي"
  • په کندهار کې خبریالانې په کاري ساحه کې له ستونزو سره مخ دي
  • د کرکټ نړيوال جام لپاره د افغانستان ١٩ کلنه لوبډله اعلان شوه
  • اروزګان کې له بېوزلو کورنيو سره د غنمو مرسته کېږي
  • ​هندوستان کې ٤٣ کسان په یوه فابریکه کې د اورلګېدنې له امله مړه شوي
  • بلخ کې د برېښنا پر پوروړو د برېښنا پرې کولو کمپاین پیل شو

د پژواک خدمتونه

د ويډيو څانګه

ترانه صلح دری

نورې ويډيوګانې

د انځورونو څانګه

Previous وقفه وړاندې

نور انځورونه

غږيزه څانګه

  • Pajhwok- Audio Mines Gold Report - Afghanistan mineral and extractive industries news portal.mp3

نور غږونه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

نور غږونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د رسنيزو خبرتياوو خدمتونه

Media Release
Media Release
افغانستان کې دملګري ملتونو دفتر: « د ښځو پراخ کډون تل پاتې سوله رامنځته کوي.»
په وسله واله جګړه کې د ملکي وګړو د ساتنې په اړه درې میاشتنی راپور د جنوري له لومړۍ څخه د مارچ تر ۳۱ نېټې پورې
د سولې د روانو هڅو په اړه د افغان سمون ټولنې دریځ
نور خبرونه

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Click Here for more information

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)
 
 

خبر شريک کړئ

پژواک ستاسو له خوا د خبر شريکولو هرکلى کوي، خبري موضوع ددې ځاى په کېکاږلو سره شریکه کړﺉ

د افغانستان لنډه پېژندنه
د ولسي جرګې ټاکنې ١٣٨٩
د ۱۳۹۰ کال پارلمان و پېژنﺉ

زموږ په اړه

د پژواک خبري اژانس پېژندنه

پژواک په افغانستان کې تر ټولو لوى ،باوري او خپلواک خبري اژانس دى . مرکزي دفتر يې په کابل ښار کې دى او د اتو سيمه ييزو دفترونو او دهېواد په ګوټ- ګوټ کې د خبريالانو ديوې پراخې شبکې په درلودو سره خبرونه ،فيچرونه ، تحليلونه او مرکې  په پښتو ، دري او انګليسي ژبو خپروي. همدارنګه پژواک نړيوالو خبري اژانسونو ، ټلويزيونونو او راډيو ګانو ته غږيز او ويډيويي کلېپونه چمتو کوي .

پژواک خپل فعاليت  په ١٣٨٢لمريز کال کې د اساسي قانون د لويې جرګې په خبري پوښښ پيل کړ او په دې توګه کورنيو او بهرنيو رسنيو ته په يوې باوري خبري سرچينې بدل شو.

دپژواک کلمه په پښتو او دري ژبو کې د (( انعکاس )) په مانا ده. دپژواک ژورنالېستانو داژانس دنوم اېښودنې په اړه دزياتو غونډو په ترڅ کې هڅه وکړه، ترڅو داسې يو نوم وټاکي ، چې ملي يوالى ټينګ او داژانس دفعاليت موخه په ډاګه کړي ، له همدې امله د((پژواک )) کلمه ددې اژانس دنوم په توګه وټاکل شوه .

پژواک په بشپړه توګه يوه خپلواکه اداره ده ، ددې اژانس ټول مسوولين او کارکوونکي افغانان دي او د افغانانو له خوا اداره کيږي. پژواک په هيڅ يوې سياسي ډلې او يا کوم سوداګريز سازمان پورې تړلى نه دى .

 

د پژواک موخه

له پيل راهيسې د پژواک موخه داده، چې له خلکو سره مرسته وکړي او هغوى په خپل ژوند کې پراخې  ونډې اخيستلو ته وهڅوى . دغه اژانس په خپل خبري پوښښ سره غواړي ،چې  په حکومتوالۍ کې روڼتيا راولي اود  حساب ورکولو روحيه ژوندۍ کړي .

پژواک ، په ټول ځواک د خلکو رښتينى غږ پورته کوي ، د هغوى ستونزې له چارواکيو سره شريکوي او د چارواکيو  له کړنو  يې خبروي.

همدغو موخو ته په پام دغه اژانس د ولسواکۍ د  ودې  ،د بشر ي  حقونو د رعايت او د قانون د پلي کولو لپاره  هڅې کوي ، خلک  له  خپلو حقونو خبروي  او د  افغانستان د حالاتو  او پېښو رښتينى او روښانه انځور نړيوالې ټولنې ته وړاندې کوي.

 

د پژواک خدمتونه

پژواک په اقتصادي ،ټولنيزو ، سياسي او امنيتي څانګو کې د هېواد په کچه خبرونه او تحليلونه چمتو کوي او په دې کار يې رسنۍ ددې جوګه کړي ، چې له  خلکو سره د پېښو په اړه کره ،دقيق او بې پرې معلومات شريک کړي .

پژواک خپلو ګډونوالو ته په ليکلي ،تصويري ، غږيز او ويډيويي بڼه تازه خبرونه ،فيچرونه ، تحليلونه  او مرکې وړاندي کوي.

 

د پژواک انټرنټي خدمتونه :  ګډون کوونکي کولى شي د پژواک دوېب پاڼې او ايميل له لارې وروستيو خبرونو ته لاسرسى ومومي .

د پژواک دانځورونو څانګه :  ددې څانګې خدمتونه په جلا توګه ګډون ته اړتيا لري. د پژواک انځوريز څانګه ؛ له مهمو خبري پېښو څخه انځورونه او همدارنګه د افغانستان د ټولنې او کولتور په اړه انځوريز راپورونه چمتو کوي .

د پژواک ويډيويي او غږيزه څانګه:  پژواک نړيوالو خبري اژانسونو ، راډيو ګانو او ټلويزيونونو ته له خبري پېښو څخه غږيز او ويډيويي کلېپونه چمتو کوي .

 

ګډون کوونکي کولى شي،چې  له لاندې اسانه لارو څخه د پژواک راپورونه ترلاسه کړي .

Pajhwok.com: لوستونکي د پژواک دوېب پاڼې له لارې د افغانستان په اړه تازه خبرونه ترلاسه کوي . په دې پاڼه کې د هرې ورځې او داونۍ په اوږدو کې خبرونه خپريږي .

د برېښناليک  له لارې د خبرونو لېږل :ګډون کوونکي د ورځې په اوږدو کې د برېښناليک له لارې د پژواک د خبرونو او راپورونو غورچاڼ ترلاسه کوي او د افغانستان له پرمختګونو خبرېږي .

 

د پژواک ګډون کوونکي

د پژواک په ګډون کوونکيو کې دافغانستان وتلي بنسټونه  ، ملي او نړيوالې مهمې رسنۍ ، د افغانستان وزارتونه ، نادولتي سازمانونه ، ديپلوماتان ، کارپوهان ، سوداګر او نورې وتلې څېرې شاملې دي ، ځکه چې هغوى د افغانستان د سياسي ، اقتصادي او ټولنيزو پرمختګونو په اړه پر پژواک تکيه کوي.که تاسو هم غواړئ ددې اژانس  ګډونوال شى ، دا ځاى کېکاږئ .

  • 156494 reads

اعلانونه

Advertisement

About Us  |  Contact  |  Subscribe  |  Terms of Use  |  Google+

  • درباره ما
  • تماس-با-ما
  • اشتراک
  • شرايط استفاده از خدمات
  • زموږ په اړه
  • اړيکه
  • ګډون
  • خدمتونو-شرايط