د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)
پېښې

​ننګرهار کې د پاکستان ویزې اخیستو پر مهال یوولس ښځې مړې شوې دي

Oct 21, 2020 - 09:51
جلال اباد (پژواک، ٣٠ تله ٩٩): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د پاکستان ويزې اخیستو پر مهال د ډېرې ګڼې ګوڼې له امله ١١ ښځې مړې او ١٢ نورې ټپيانې شوې دي.
پاتې برخه

​ دفاع وزارت: هلمند کې دوه چورلکې لوېدلې او نهه سرتېري په کې وژل شوي

Oct 14, 2020 - 09:19
لومړى تعقيب-لښکرګاه (پژواک، ٢٣ تله ٩٩): د ملي دفاع وزارت وايي چې د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې د ملي اردو دوه چورلکې د تخنيکي ستونزې له امله لوېدلي او نهه سرتېري په کې وژل شوي دي.
پاتې برخه

هرات او هلمند کې د ماین چاودنو ۳۲ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

Oct 10, 2020 - 14:05
هرات-لښکرګاه (پژواک، ۱۹ تله ۹۹): د هرات او هلمند سیمه ییز مسوولین وایي چې د سړک غاړې پر ماینونو د مسافر وړونکو موټرو برابرېدو له امله ۹ ملکیان وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان شوي دي.
پاتې برخه

​"د کام ایر یوې الوتکې تخنیکي ستونزه پیدا کړه، خو له کوم زیان پرته یې خوندي ناسته وکړه"

Oct 10, 2020 - 13:51
کابل(پژواک، ۱۹ تلې ۹۹): د ملکي هوایي چلند اداره وایي، د کام ایر هوايي شرکت يوې الوتکې چې له بدخشانه یې کابل ته الوتنه درلوده،تخنیکي ستونزه پیدا کړې وه، خو بې له دې چې زیان رامنځته شي، خوندي ناسته یې وکړه.
پاتې برخه

د کرکټ ملي لوبغاړى نجيب تره کى ومړ

Oct 06, 2020 - 09:13
کابل (پژواک، ١٥ تله ٩٩): د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړی نجيب الله تره کى چې څو ورځې مخکې په يوه ترافيکي پېښه کې سخت ټپي شوى و، په روغتون کې يې ساه ورکړه.
پاتې برخه

ننګرهار کې د ترافیکي پېښو له امله یو کس مړ او لس نور ټپیان شوي

Oct 05, 2020 - 11:12
جلال اباد (پژواک، ١٤ تله ۹۹): ننګرهار کې د دوو ترافيکي پېښو له امله يو کس مړ او لس نور ټپيان شوي دي.
پاتې برخه

هرات کې په دویمه ترافیکي پېښه کې ۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

Oct 01, 2020 - 18:26
هرات ښار (پژواک، ۱۰ تله ۹۹): د هرات حکومتي مسوولین وایي چې په دغه ښار کې د یوې ترافیکي پېښې له امله پنځه کسان مړه شوي او څلور نور ټپیان دي.
پاتې برخه

هرات کې د ترافيکي پېښې له امله ١٦کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

Oct 01, 2020 - 11:16
شهر هرات (پژواک، ١٠ تله ٩٩): د هرات- کندهار لارې په اوږدو کې د ترافيکي پېښـې له امله لس کسان مړه شوي او شپږ نور ټپيان دي.
پاتې برخه

بغلان کې د چورلکې لوېدو پېښې له امله دوه پیلوټان وژل شوي

Sep 24, 2020 - 18:58
پلخمري (پژواک، ۳ تله ۹۹): په بغلان کې یوه امنیتي سرچینه وایي چې د دغه ولایت اړوند د ملي اردو د یوې چورلکې د سقوط له امله یو کس وژل شوی او یو بل ټپي دی.
پاتې برخه

د پوليسو رېنجر جلال اباد ښار کې څلورو ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې

Sep 22, 2020 - 16:03
جلال اباد (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۹۹): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې پوليسو په رېنجر موټر څلور ماشومان وهلي چې چارواکي وايي، يو يې مړ شوی او درې نور ټپيان دي.
پاتې برخه

لغمان کې د موټر چپه کېدو پېښه يو کس مړ او لس ټپيان دي

Sep 16, 2020 - 10:50
جلال اباد (پژواک، ۲۶ وږی ۹۹): د لغمان اليشینګ ولسوالۍ کې د يو موټر چپه کېدو په پېښه کې یو کس مړ او لس نور ټپیان شوي دي. د لغمان د والي وياند اسدالله دولت زي د وږي په ۲۶مه پژواک اژانس ته وول، نن سهار د الیشینګ ولسوالۍ ګونه پال درې د ولسي خلکو یو موټر...
پاتې برخه

پکتيا کې د یوه دېوال ړنګېدو پېښه کې اووه ماشومان ټپيان شوي

Sep 11, 2020 - 15:23
ګردېز (پژواک، ٢١ وږى٩٩): د پکتيا په مرکز ګردېز ښار کې د واده مراسمو پر مهال د يوه دېوال ړنګېدو پېښه کې اووه ماشومان ټپيان شوي دي. د پکتيا د امنيې قوماندانۍ وياند يوسف حنيف د وږي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن غرمه مهال د ګردېز د دويمې امنيتي...
پاتې برخه

د يونان په يوه مېشت غالي کې اورلګېدنې سلګونه افغان کډوال زيانمن کړي

Sep 10, 2020 - 11:06
کابل (پژواک، ٢٠ وږى ٩٩) : د اروپايي هېواد يونان په يوه مېشت غالي کې د اورلګېدنې له امله سلګونه افغانان بې ځايه شوي دي.
پاتې برخه

بدخشان کې د ترافيکي پېښې له امله اتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

Sep 04, 2020 - 16:10
فيض اباد(پژواک، ١٤ وږى ٩٩): د بدخشان امنيه قومانداني وايي چې د يوې ترافيکي پېښې له امله دوه کسان مړه شوي او شپږ نور ټپيان دي.
پاتې برخه

په کابل کې د يوه حمام او رستورانټ د چت لوېدو له امله شپږ کسان ټپيان شول

Sep 03, 2020 - 13:52
کابل (پژواک، ۱۳ وږى ۹۹): پوليس وايي چې د کابل ښار د دويمې حوزې اړوند د مرادخانۍ په سيمه کې د يوه حمام او رستورانټ د چت لوېدو له امله شپږ کسان ټپيان شوي دي.
پاتې برخه

د هلمند په سيند کې د کښتۍ ډوبېدو په پېښه کې اته کسان مړه شوي

Sep 02, 2020 - 12:18
لښکرګاه (پژواک، ١٢ وږى ٩٩): د هلمند حکومتي چارواکي وايي چې د دغه ولايت په سيند کې د کښتۍ ډوبېدو په پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون اته کسان مړه شوي دي.
پاتې برخه

تخار کې د ملي اردو يوه چورلکه غورځېدلې ده

Sep 01, 2020 - 16:15
تالقان (پژواک، ١١ وږى ٩٩): امنيتي سرچينې وايي چې د تخار په رستاق ولسوالۍ کې د ملي اردو يوه څرخي الوتکه غورځېدلې ده.
پاتې برخه

پروان کې د سيلابونو راتلو له امله ٢٥٠ کسان لادرکه دي

Aug 28, 2020 - 16:01
چاریکار (پژواک، ۷ سنبله ۹۹): د پروان د والي ويانده وايي چې په دغه ولايت کې د سيلابونو راتلو له امله ٢١٤کساتو ته مرګ ژوبله اوښتې او ٢٥٠نور لادرکه شوي دي. دغه سيلابونه تېره چهارشنبه د وږي په پنځمه ددغه ولايت په مرکز او بګرام، جبل السراج او سالنګ...
پاتې برخه

د پروان چارواکي: د سيلابونو له امله ۳۵۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او لسګونه نور لادرکه دي

Aug 27, 2020 - 17:30
چاریکار(پژواک،۶وږی ۹۹): د پروان ځايي چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د سېلابونو د راوتلو له امله د مرګ ژوبلې او زيانونو ترڅنګ تردې دمه سل کسان مړه دي، ۲۵۰ نور ټپيان او تردې دمه لا هم لسګونه نور لادرکه دي.
پاتې برخه

په ۱۳ ولايتونو کې د سېلابونو له امله ۱۵۱ کسان مړه شوي او ۲۰۰ نور ټپيان دي

Aug 27, 2020 - 14:49
کابل (پژواک، ۶ وږی ۹۹): پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي چې په ۱۳ ولايتونو کې د وروستيو سېلابونو د راوتلو له امله ۱۵۱ کسان مړه شوي، ۲۰۰ نور ټپيان او په سلګونو د استوګنې کورونه ړنګ شوي دي.
پاتې برخه

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan