سيف الله مفتون

Article Images

کلات-غزني ښار (پژواک ١٧ غويى ٩١): د کورنيو چارو وزارت وايي، چې د زابل په دوو ولسواليو کې د چاودنو له امله  د يوه ماشوم په ګډون دوه ملکي وګړي وژل شوي او دوه تنه ټپيان شوي دي.د کورنيو چارو وزارت له خوا د غويي په ١٧مه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې... پاتې برخه
غزني ښار (پژواک ١٤ غويى ٩١): د غزني يو شمېر فرهنګيان او کلالان وايي، چې که د کلالۍ لرغوني صنعتکاران ونه هڅول شي او بازار ورته ونه موندل شي، له منځه به و لاړ شي.په غزني کې اوس د کلالۍ صنعت چې پخوايي ډېر شهرت، ښه بازار او زيات توليدات لرل د جوړېدو... پاتې برخه
غزني ښار (پژواک ١٤ ورى ٩١): چارواکي وايي،چې دکابل – کندهار پر لويه لاره د اب بند په ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله څلور تنه مړه شوي او دېرش ټپيان دي.د غزني ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد د وري پر ١٤ مه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه پېښه... پاتې برخه
غزني ښار (پژواك ١٣ ورى ۹۱): د غزني اوسېدونکي وايي چې په دغه ولايت کې د وسلوالو مخالفينو لخوا د مخابراتي شبکو د انتنونو د الوځولو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.د غزني په مرکز او ولسواليو کې په تېر لمريز کال د مخابراتي شبکو لس انتنونه د دولت د... پاتې برخه
غزني ښار(پژواک ١٢ ورى ۹۱): چارواکي وايي،چې په غزني کې دوه ماشومان د تېزابو د پاشلو له امله وژل شوي او مړي يې د ملي اردو ځواکونو لخوا موندل شوي دي.د غزني د والي مرستيال محمدعلي احمدي د وري پر ١٢ مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره ورځ د غزني ولايت اړوند... پاتې برخه
غزني ښار (پژواک ٩ وری ۹۱): د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې يوې زده کوونکې له دې امله ځان وژنه وکړه، چې دوه کاله سر په سر د کانکور په ازموينه کې بې نتيجې شوې وه.د غزني د پوهنې رييس احسان الله ناشر د وري په ٩مه، پژواک اژانس ته وويل چې دغه نجلۍ طيبه نومېده... پاتې برخه
غزني ښار (پژواك ٨ ورى ۹۱): د غزني د لرې پرتو سيمو خلك د نري رنځ ناروغۍ له ډېروالي او په سيمو كې د دغې ناروغۍ لپاره د روغتيايي مرکزونو له نشتوالي سر ټكوي.دوى وايي، چې تر اوسه د دوى سيمو ته د عامې روغتيا رياست له خوا داسې درمل نه دي ورلېږل شوي، چې د... پاتې برخه
غزني ښار (پژواك ۶ ورى ۹۱): د ملي اردو چارواكو په غزني کې د عملياتو پر مهال د وسلوالو مخالفينو د يوه قوماندان د نيولو خبر وركړ.دغه قوماندان، نن له يو موټرسايكل او يوې مخابرې سره يوځاى د غزني د قره باغ او اندړو ولسواليو ترمنځ د كلاخېلو په سيمه كې نيول... پاتې برخه
جلال اباد، غزني ښار، کلات (پژواک٥ ورى ٩١): په غزني کې زده کوونکي د مسلکي ښوونکو له کمښته سرټکوي او په زابل  کې د ١٤٥ ښوونځيو تړل کېدل د پوهنې پر وړاندې ستره ستونزه بلل کېږي. دا په داسې حال کې ده، چې نن (د وري ٥مه) نوى ښوونيز کال په رسمي... پاتې برخه
غزني ښار (پژواک ٣ ورى ٩۱): د غزني د پوهنې چارواكي وايي، چې په دغه ولايت كې اوس مهال د امنيتي ستونزو له امله  شاوخوا ۶۵ ښوونځي تړلي دي.د غزني د پوهنې رييس احسان الله ناشر نن (د وري ٣ مه) پژواك خبري اژانس ته په يوه ځانګړې مركه كې وويل، چې د غزني... پاتې برخه

Pages